پکتیا: 6 طالبان 2 ولسي وګړي ووژل شول

پکتیا
Image caption زرمت د ګردېز ښار ته په لوېديځ کې يوه نسبتاً نارامه ولسوالي ده، چې تل ترې د تاوتريخجنو پېښو خبر ورکول کېږي.

د پکتیا ځايي چارواکي وايي تېره شپه د زرمت په 'کوتې خېلو' کلي کې ناټو عملیات کړي، چې له امله یې شپږ طالبان او دوه ولسي وګړي وژل شوي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، برید تېره شپه په دوه بجو پيل او تر پنځو بجو یې دوام کړی.

وسله وال طالبان په نښته کې د خپلو پنځو ملګرو وژل کېدل تاييدوي، خو وايي اته بهرني سرتېري يې هم وژلي دي.

خو ناټو وايي چې په دې نښته کې د دوی سرتېرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د سیمې اوسېدونکي پېښه تاييدوي او وايي چې په برید کې دوه ولسي وګړي او طالبان وژل شوي.

د زرمت یوه ۳۳ کلن اوسېدونکي داود بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: ''په وژل شوو کې یو تن د انګورو باغوان و، او بل هم ولسي وګړی و، خو د وژل شوو طالبانو په اړه مالومات نه لرم چې څو کسان به وو.''

وړمه ورځ هم د زرمت ولسوالۍ په سهاکو کلي کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي ول.

Image caption په همدې مهال د افغانستان په سوېل کې د آيساف درې سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوی.

زرمت د ګردېز ښار ته په لوېديځ کې يوه نسبتاً نارامه ولسوالي ده، چې تل ترې د تاوتريخجنو پېښو خبر ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې په دغه ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین د چاودنو سربېره مخامخ بریدونه هم زیات شوي دي.

ها خوا له هرات نه ولسي جرګې ته ولاړې نوماندې فوزيې ګيلاني ويلي د کمپاين د پنځو تنو مړي يې موندل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو کسانو د وژلو پړه پر غاړه اخيستې ده.

په همدې مهال د افغانستان په سوېل کې د آيساف درې سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوی.

د دغو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

بل خوا د فراه ځايي چارواکو خبر ورکړی چې دوه ځانمرګي يې هدف ته له رسېدو وړاندې وژلي دي.

پوليس وايي ځانمرګو غوښتل چې په ولايتي مرکز بريد وکړي.

ورته مطالب