عراق په افغانستان کې خپل سفارت پرانيزي

افغانستان او عراق
Image caption عراق له ديارلس کلن ځنډ وروسته په افغانستان کې بیا خپل سفارت پرانيزي.

له کلونو وروسته بغداد غواړي چې له اسلامي نړۍ سره د خپلو اړيکو د پراختيا په لړ کې په افغانستان هم بېرته خپل سفارت پرانيزي .

د سفارت د پرانستنې په تړاو د خبرو اترو لپاره دا مهال د عراقي ديپلومات قيس صاحبي اليعقوبي په مشرۍ يو پلاوی په کابل کې دی .

د وی د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره د ليدنې پر مهال د خپل سفارت د بيافعالولو خبره ياده کړې چې وايي موخه يې له افغانستان سره د اړيکو پراختيا ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه ويناپاڼه وايي عراقي پلاوي ويلي په افغانستان کې د عراق د سفارت د پرانستنې تر څنګ به د خپل سفارت ودانۍ هم بېرته جوړه کړي.

عراق له افغانستان سره ديارلس کاله مخکې چې هلته پخوانی ولسمشر صدام حسين او دلته طالبان واکمن ول ديپلوماتيک اړيکي شکولي ول . په دوه زره درېيم کال کې د امريکا له يرغله وروسته د عراق نوي حکومت هڅې پيل کړې چې له نړۍ سره د پخواني ولسمشر صدام حسين د پېر مړ ژواندې سياسي او ديپلوماتيک اړيکي بيا را ژوندي کړي.

افغانستان وايي له عراق سره ديپلوماتيک اړيکي د اسلامي نړۍ او افغانستان پر اړيکو هم ښه اغېزه کولای شي. کابل له خپله لوري د بغداد د نوي ګام پر هرکلي سربېره دا هم ويلي چې هورې به دوی هم خپل سفارت پرانيزي.

د افغانستان او عراق تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل بهير په 2009 کال کې هغه مهال پيل شو چې افغانستان هغه هېواد ته يو پلاوی واستاوه خو وروسته تر دې مهاله کوم څرګند پرمختګ و نه ليدل شو.