ننګرهار: چاودنې د لعلپورې ولسوال وواژه

ننګرهار کې د یوې مخکنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption د ننګرهار چاروا:ي وايي چاودېدونکي توکي په یوه سراچه ډوله ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولایت مقام مخې ته زورورې چاودنې د لعلپورې ولسوال وواژه.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضياء عبدالزي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار د والي دفتر ته څېرمه د موټرو د درېدو په ځای کې وشوه.

ښاغلي عبدالزي زیاته کړه، په دې چاودنه کې د لعلپورې ولسوال سید محمد پهلوان ووژل شو او درې نور ساتونکي يې ټپيان شول.

نوموړی زیاتوي، په یوه سراچه ډوله موټر کې لا له وړاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي ول، چې د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه له رسېدو سره وچوول شول.

د ننګرهار د والي ویاند وايي چاودنه د لعلپورې د ولسوال په ګاډي کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

احمد ضياء عبدالزي وويل د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

تر چاودنې وروسته سیمه کلابنده شوې او څوک نژدې نه ورپرېږدي.

وړاندې د ننګرهار د پولیسو ویاند ډګروال عبدالغفور رسنیو ته ويلي وو د لعلپورې ولسوال د یوه ځانمرګي برید په پایله کې وژل شوی.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د دغې ډلې یوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ويلي دا برید د طالبانو لخوا پلان شوی و.

ښاغلي مجاهد ادعا وکړه، چې په دې چاودنه کې پر د لعلپورې پر ولسوال سربېره د هغه څلور ساتونکي هم وژل شوي، خو دا ادعا تر اوسه چارواکو نه ده تایید کړې.

د روان ۲۰۱۰ کال د اپرېل پر ۱۷مه هم په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت پر یوه ګاډي چاودنه وشوه، چې له امله یې د ملي امنیت د کارکوونکو او عامو خلکو په ګډون اته کسان پکې ووژل شو.

ورته مطالب