په افغانستان کې اوه نور بهرني سرتېري وژل شوي دي

Image caption په روانه اګست مياشت کې په افغانستان 68 بهرني سرتېري وژل شوي دي .

وروستۍ پېښې دواړه د افغانستان په سوېل کې شوې چې د ناامنۍ له کبله تر نورو سيمو زيات خطرناک بلل کېږي .

دغلته د حکومت وسلوال مخالفين ډېر فعال او د بهرنيو ځواکونو پر ضد دنورو لارو چارو تر څنګ دسړک غاړې يا شلخي ماينونه هم کاروي.

وروستۍ يوه پېښه هم د شلخي ماين چاودنې رامنځته کړې چې دوه بهرني سرتېري يې وژلي دي .

دويمه پېښه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې ايساف وايي پېنځه سرتېري يې ور وژلي دي .

سوله ساتو ځواکونو نه يواځې د دوشنبې د ورځې ددغو پېښو کره ځايونه ، نه دي روښانه کړي بلکې دا يې هم ويلي چې د سرتېرو هويت هم د خپلې پاليسۍ له مخې نه ښيي چې د کوم ځای او څوک دي؟

تېرې پرله پسې درې ورځې په افغانستان کې دزيان له اړخه د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وې.

ايساف وايي ددغو پېښو په لړ کې يې درې سرتېري د شنبې پر ورځ په ختيځ کې او څلور امريکايي سرتېري يوه ورځ وروسته د يکشنبې پر ورځ په سوېل کې ووژل شول.

له دې سره په اګست کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده د سوله ساتو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٦٨ تنو ته ورسېده چې په اوسط ډول په هره ورځ کې لږ تر لږه دوه سرتېري وژل شوي دي .