اوباما: له افغانستان نه وتل پر ځمکني وضعیت پورې تړلي

ښاغلی اوباما
Image caption د امریکا ولسمشر له عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د خپلې وینا پرمهال ويلي امریکا په عراق کې تر یو تریلیون ډېر ډالر لګولی دي

نوموړي د امریکا د روانو لخوا د روانو جګړو په لړ کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ويلي چې په راتلونکي ۲۰۱۱ کال کې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو چاره د افغانستان پر ځکمني وضعیت پورې تړلې وي.

ولسمشر اوباما له عراقه د امریکايي عسکرو د وتلو په تړاو په خپله وینا کې وویل اوس په عراق کې د امریکا پوځي دنده پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، تر عراق وروسته به ډېر پام د افغانستان روانې جګړې ته وي، او راتلونکی کال به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پيل شي.

نوموړي وويل له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو تل د افغانستان پر ځکمني وضعیت پورې اړه لري ''موږ به له افغانستان سره خپله همکاري جاري وساتو، هېڅوک باید دا سوچ ونه کړي چې موږ له دغه هېواد څخه نه وځو.''

نوموړي وویل په عراق کې پوځي ماموریت نه یوازې د امریکا په ګټه دی، بلکې عراق ته هم ګټور تمامېږي.

د عراق په جګړه کې ۴۱۰۰ امریکايي پوځيان وژل شوي، او تر ۲۵۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

ولسمشر اوباما وویل شاوخوا ۵۰ زره امریکايي پوځيان به په عراق کې پاتې کېږي، خو په جګړه ييزو عملیاتو کې به برخه نه اخلي، بلکې عراقي ځواکونو ته به سلا مشورې ورکوي، او پاتې ۱۰۰ امریکايي پوځيان به له دغه هېواده وځي.

د امریکا ولسمشر له عراق نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د خپلې وینا پرمهال ويلي امریکا په عراق کې تر یو تریلیون ډېر ډالر لګولی دي:

''موږ د عراق په جګړه کې له یو تریلیون ډالرو ډېرې پیسې لګولې دي او د دغو پيسو ډېره برخه مو له بهره پور اخیستی دی. په دې سره مونږ د بوديجې کسر تر ټولو لوړې کچې ته ختلی دی. اوس چې موږ په عراق کې جګړه پای ته رسولې پکار ده چې د دغو ټولو ننګونو د مقابلې لپاره په ژمنتیا سره رغنده ګامونه واخلو.''

ورته مطالب