کندهار: د ايساف هوايي بمبارۍ ولسي خلک وژلی دي

کندهار
Image caption کندهار د افغانستان په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دی چې ډېر وخت ورڅخه د تاوتريخوالي ريپوټونه راځي.

کندهار د افغانستان د نا ارامه ولايتونو له ډلې څخه بلل کېږي چې وخت نا وخته ترې د تاوتريخوالي ريپوټونه ورکول کېږي.

خو اوس ځينې تازه پېښو دا اندېښنه نوره هم زياته کړې چې دغلته د ناامنۍ څپې پراخېدونکې دي .

د تاوتريخوالي د لړۍ په تازه پېښو کې د سوله ساتو ځواکونو د هوايي بمباريو په پايله کې ګڼ شمېر ولسي وګړي ټپيان او وژل شوي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي پېښه تېره ورځ د ددغه ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د وزيرو په کلي کې شوې ده.

که څه هم چارواکي وايي د پېښې د تلفاتو په اړه کره شمېرې ورسره نشته، خو د ريپوټونو له مخې په پېښه کې يواځې د ټپي شويو ولسي وګړو شمېر دوولس تنه ښودل شوی، چې سمې نيمايي يې ښځې دي.

له پېښې وروسته د کندهار والي توريالي ويسا د کندهار په دولتي ټلوېزيون کې راڅرګند شو او د پېښې پر غندلو سربېره يې وويل چې د پېښې په تړاو يې د بهرنيو ځواکونو استازی هم ورغوښتی ول.

ښاغلی ويسا وايي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو يې له بهرنيانو سره خپله اندېښنه شريکه کړې ده: (( ما د موضوع په ارتباط په کندهار ولايت کې د ايساف د ځواکونو مسول را وغوښت او هغه ته مو خواشيني څرګنده کړه او له هغوی څخه مو جدي غوښتنه وکړه چې د ولسي وګړو او بې ګناه خلکو له بمبارۍ څخه ډډه وکړي .))

خو په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو يوه وياند سه موس بي بي سي ته وويل چې له پېښې خبر دي، خو وايي د جزياتو تر روښانه کېدو پورې څه نه شي ويلای : (( موږ له هغې پېښې څخه خبر يو چې په دغې ولسوالۍ کې شوې ، خو موږ تر اوسه په دې اړه عملياتي ريپوټونو ته انتظار يو. ځکه نو موږ په دې اړه نه څه تايدولای شي او نه يې هم په اړه څه جزيات ورکولی شو. موږ اوس فقط د ريپوټونو ترلاسه کولو ته انتظار يو. ))

ويل کېږي يواځې په تېرو 48 ساعتونو کې د افغانستان په دغه نا ارام ولايت کې تر لسو زياتې چاودنې او د تاوتريخوالي پېښې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو په هوايي بمباريو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړی، خو دا ددې لړۍ نوې کړۍ ده.

افغان حکومت تل په دغه هېواد کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو غوښتي چې د پوځي عملياتو پرمهال د ملکي وګړو خونديتوب ته کلکه پاملرنه وکړي.

په کندهار کې د ملکي وګړو د دغې تازه مرګ ژوبلې پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې هم په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او هم د حکومت وسله وال مخالفين دواړه وايي د پوځي عملياتو پرمهال يې د ملکي وګړو خونديتوب لومړيتوب دی.