تخار: ايساف د کمپاين پر ګاډو بمبار کړی او 6 تنه يې وژلي

تالقان
Image caption چارواکي وايي کېدای شي د وژل شويو کسانو شمېره زياته شي.

بهرنيو ځواکونو په تخار ولايت د ولسي جرګې د يوه نوماند عبدالوحيد خراساني د کمپاين پر کاروان بريد کړی دی .

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي وايي په بريد کې خپله خراساني او شاخوا شل تنه نور ټپٍيان شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي دي هم دي او کېدای شي ځينې ټپيان هم ساه ورکړې .

پېښه د پېنجشنبې پر سهار هغه مهال وشوه چې د ښاغلي خراساني د کمپاين کاروان ددغه ولايت روستاق ولسوالۍ ته روان و.

راپورونه وايي دوو جيټ او دوو چورلکو پر دغه کاروان بمبار کړی دی .

په تخار ولايت کې امريکايي او جرمني ځواکونه مېشت دي چې کېدای شي بمبار هم دوی کړی وي .

خو ايساف تر دې مهاله په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .

که دغه بمباري جرمني ځواکونو کړې وي نو دا په تېرو دوو کلونو کې دويمه لويه پېښه ده چې په شمال کېږي او جرمنيان پکې لاس لري.

تېر کال په کندوز ولايت کې جرمنيانو پر هغو ټانکرونو بمباري وکړه چې طالبانو برمته کړي ول او لسګونه ولسي وګړي يې ووژل .

دغه پېښه ددې لامل شوه چې د جرمني څو لوړ پوړي چارواکي استعفاوې وکړي.