رابرټ ګېټس: القاعده به په پاکستان هم په نښه کړو

Image caption دا لومړی ځل دی چې يو لوړ پوړی امريکايي چارواکی په پاکستان کې د القاعده د پټنځايونو د ويشتلو خبره کوي.

د افغان او امريکايي چارواکو په وروستۍ خبرې ناسته کې ډېرې خبرې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ستراتيژيکو همکاريو او د هغو په لا پياوړتيا راټولې وې .

د امريکا دفاع وزير رابرټ گېټس ټينگار وکړ چې امريکا نه غواړي افغانستان په نيمه لاره کې پرېږدي.

ده وويل تر هغه به له دغه هېواد سره خپله ستراتيژيکه ملگرتيا پالي چې دغه هېواد پرخپلو پښو نه وي درېدلى .

ښاغلي گېټس وويل هېواد يې هوډ لري چې تر دې وروسته به د القاعده شبکې او ورسره تړلو ډلو ټول هغه پټن ځايونه په نښه کوي چې دوى ته گواښ پېښوي.

هغه په دانگ پييلي وويل چې که دغه پټنځايونه هر ځاى وي نو دوى به يې د ويجاړولو په چاره کې له هر امکانه کار اخلي: (( په حقيقت کې ولسمشر کرزي او ما د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو اړيکو پر ارزښت او پياوړتيا خبرې وکړې چې اوس د دواړو حکومتونو له خوا پراخې شوې دي .

لکه څنګه چې ولسمشر اوباما يې يادونه کړې موږ به د جولای په مياشت کې افغانستان ته شا نه کړو.

که طالبان ګمان کوي چې زيات شمېر امريکايان به په راتلونکې کال کې له افغانستانه ووځي نو له دې پلوه به ناهيلي شي او چې زموږ ګڼ شمېر سرتېري په جګړه کې وويني نو حيران به شي.

په دې سيمه کې به د امريکا هدف د القاعدې او له هغې سره تړلو ډلو ماتول او له منځه وړل وي ، هغه که په افغانستان، پاکستان او يا بل هر ځای کې وي او هلته پټنځايونه ولري او له هغه ځايه موږ ګواښي .

زموږ برياليتوب به د افغانانو د راتلونکې، د سيمې د ثبات او د امريکا او ملګرو د اوږد مهاله امنيت لپاره ډېر مهم وي .))

تر دې وړاندې افغان چارواکو په وار ، وار ويلي ول چې د ترهگرو ځالې ، روزنځايونه او پټنځايونه ټول د افغانستان له پولو بهر دي.

دغه راز افغان حکومت په وار وار پر نړيوالو غږ کړى و چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه بايد د افغانستان له پولو ها خوا وشي چې اشاره يې پاکستان ته وه .

خو دا ښايي لومړى ځل وي چې د امريکا يو لوړ پوړى چارواکى په پاکستان کې هم د القاعده د ځپلو لپاره د بريدونو خبره کوي .

ولسمشر کرزي هم د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو پر پياوړتيا ټينگار وکړ خو په وينا يې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې په عملي لارو چارو کې لا هم خنډونه شته چې بايد لېري کړاى شي :(( په سترو ستراتيژيکو مسلو او موخو کې په ټوليز ډول سره يوه خوله يو او نظرونه مو سره يو دي ، خو په ورځنيو چارو کې لا هم د نظرونو اختلاف شته ، موږ يو لړ اصلاحات غواړو چې هغه مو له ښاغلي گېټس سره شريک کړي دي ، او هغو برخو ته ښاغلي گېټس هم گوته ونيوله .

خو دا چې دا خبرې په څه ډول مطبوعاتو ته لاره مومي او په څه ډول خپرېږي هغه بېله خبره ده . موږ هيله من يو چې هم افغان دولت او هم په کابل کې د امريکې سفارت او نور مقامات د دغو تشو د ډکولو لپاره هلې ځلې وکړي او د سمون لپاره يې کار وکړي .))

د واشنگټن او کابل تر منځ د شريکې ستراتيژۍ د نشتوالي او دغلته په پراخه کچه د فساد شته والى هغه څه دي چې د دواړو لورو تر منځ يې يو لړ ناندريو ته لاره هواره کړې ده .

خو افغان ولسمشر وايي د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ شتون کولاى شي چې د دوى د لارې پر سر شته خنډونه لېري کړي .