زمری بشري: د ټاکنو لپاره ګډ امنيتي پلان جوړ شوی

Image caption د کورنيو چارو وزارت وايي د ټاکنو لپاره يې ګډ امنيتي پلان جوړ کړی چې له مخې به يې خوندي او ارامې ټاکنې وشي .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون وايي د ټاکنيزو منډو تړو له پيل راهيسې تر تېرو دريو ورځو پورې ،د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ولسي جرگې څلور تنه نوماندان وژل شوي،او اته نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز کمېسيون وايي چې په دغې موده کې يو شمېر نوماندان د نا پېژندل شويو کسانو له خوا تښتول شوي هم وو،چې د نوماندانو د خپلوانو او تښتونکو تر منځ د جوړ جاړي په پايله کې راخوشې شوي دي.

په هرات کې د ولسې جرگې د يوې نوماندې د ټاکنيز کمپاين د پېنځو غړو مړي هم تېره اونۍ په هغه ولايت کې وموندل شول.دغه کسان شاوخوا لس ورځې وړاندې د نا څرگندو وسلوالو له خوا تښتول شوي وو.

دغه راز پرون د بغلان ولايت په بورقه ولسوالۍ کې هم د ټاکنو دوه کم دېرش کارکوونکي ناڅرګندو وسلوالو و تښتول چې د چارواکو په وينا تر دې مهاله يې برخليک نا څرګند دی.

دغو ټولو پېښو ته په کتو سره د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي خبرداری ورکړ چې که امنيت ښه نه شي نو د ټاکنو بهير به له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي .

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې له امنيتي چارواکو وغوښتل چې امنيت ټينګ کړي کنه دوی به له خپلو قانوني واکونو څخه کار واخلي چې اشاره يې د ټاکنو ځنډولو ته وه .

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دوی د ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د چارواکو په وينا زرګونه امنيتي ځواکونه د امنيت په ساتلو بوخت دي او هڅه به وکړي چې ټاکنې ښې تر سره شي .

د وزارت وياند زمري بشري له بي بي سي سره په مرکه کې د ټاکنو د کمېسيون پر اندېښو له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې دوی له بهرنيو ځواکونو سره يو ګډ امنيتي پلان جوړ کړی چې له مخې به يې د ټاکنو لپاره امنيتي ګامونه واخيستل شي.

دا مهال ټاکنو ته پېنځلس ورځې پاتې دي او تر اوسه پورې ډېر ګواښونه نوماندانو او د هغوی کمپاين کوونکو ته متوجه دي.

ښاغلي بشري د نوماندانو د ساتنې په اړه وويل دوی د نوماندانو د غونډو پر مهال د امنيت د خوندي کولو چارې يې پيل کړي خو دومره پوليس نه لري چې هر نوماند ته يې د ساتونکو په توګه ورکړي.

لکه چې افغان چارواکي وايي د ټاکنو د امنيتي پلان يوه برخه په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه دي . دغه ځواکونه هم وايي د ارامو او خوندي ټاکنو د تر سره کېدو لپاره له افغان امنيتي ځواکونو سره گډ فعاليت کوي خو زياتوي د نوماندانو امنيت خوندي کول د افغان امنيتي ځواکونو چاره ده.

ددغو ځواکونو يوه وياند کير کنر جيري وايي : (( ايساف د نوماندانو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې ونډه نه لري،فکر کوم دا چاره د ټاکنو له کمېسيون او افغان ځواکونو سره تړاو لري، زموږ دنده داده چې په ټول افغانستان کې امنيت خوندي کړو او دا په نا مستقيم ډول د نوماندانو د امنيت د خوندي کولو په برخه کې مرسته کوي.))

نا امني د راروانو ټاکنو په لاره کې تر ټولو ستره ننگونه بلله کېږي چې له امله يې په ټول هېواد کې د رای ورکولو تر اته سوه زيات مرکزونه تړلي پاتې کېږي .

دغه ډېر مرکزونه د هېواد په سوېل، ختيځ او سوېل ختيځ کې دي چې په دې توګه به يې زرګونه اوسېدونکي خپله رايه و نه شي کارولای.