جنرال پارکر: 'د افغانستان وضعیت به لاپسې خراب شي'

جنرال نېک پارکر
Image caption جنرال نېک پارکر وايي د دوی پروړاندې نرم زړي دښمنان هم جنګېږي، خو ډېر نور لوبغاړي هم شته.

په افغانستان کې د برتانیا تر ټولو يوه جګپوړي قوماندان ویلي په دغه هېواد کې له وسله والو طالبانو سره جګړه "ورو، سخته او اوښتونکې ده".

جنرال نېک پارکر ويلي په افغانستان کې امنيتي وضعیت د دې پرځای چې ښه شي، لا د خرابېدو پر لور روان دی.

دغه برتانوي جنرال له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي "د طالبانو پروړاندې په مبارزه کې که څه هم پرمختګ شوی، خو دا پرمختګ ورو او سخت دی."

نوموړي دا هم ويلي ډېرې داسې سیمه شته، چې د طالبانو تر واک لاندې دي، چې په وینا یې "امنیتي وضعیت پکې ښه دی. "

جنرال پارکر له رادیو ۴ سره په مرکه کې ويلي : "دا ډېر پېچلي امنيتي عملیات دي، د نرم زړو دښمنانو سربېره ډېر نور لوبغاړي هم شته، د اوړي په میاشتو کې زموږ د عملیاتو پروړاندې سخت غبرګونونه ښودل شوي، موږ پرمختګ کړی، خو دا پرمختګ ورو، سخت او اوښتونکی دی. "

نوموړي ويلي چې ناامنۍ به لاپسې زیاتې شي.

جنرال نېک پارکر وايي : "زه ډاډ‌من یم چې د وسله والو تر واک لاندې په ځينو سیمو کې مو امنیتي وضعیت ښه کړی دی، د دې سیمو خلکو ته د امنیت د ټينګښت په اړه زموږ هوډ مالوم دی، همدارنګه- افغان حکومت هم دې سیمو ته د بیارغونې او نظام په جوړولو کې ډېر پام اړولی دی. "

Image caption ښاغلي کلیګ وویل په افغانستان کې د دوی ماموریت ستونزمن دی خو دوی د بریالي کیدو په حال کې دي.

دغه برتانوي جنرال ويلي په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو دنده د برتانوي لومړي وزیر له هدف سره سم "ښه لوري ته د هېواد بېول دي، چې بیا وکړای شو د پنځو کلونو په اوږدو کې له دغه هېواد په بشپړه توګه ووځو. "

د ویلو ده چې د روان کال په اوږدو کې په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

یوازې د روان ۲۰۱۰ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان کې ۳۳۲ برتانوي پوځيان وژل شوي دي.

وړاندې د برتانیا د صدراعظم مرستیال نیک کلیګ افغانستان ته د يوه ناڅاپي سفر پرمهال ويلي وو چې''له افغان پولیسو او پوځ سره باید په ګډه کار وشي، که چېرې موږ افغان پولیس او پوځ په سمه توګه وروزو، ګمان کوم موږ به بریالي شو.''

ښاغلي کلیګ وویل په افغانستان کې د دوی ماموریت ستونزمن دی خو دوی د بریالي کیدو په حال کې دي.

ورته مطالب