توني بلیر د خپل کتاب د لاسلیک پروخت په هګیو وویشتل شو

دوبلین
Image caption نژدې ۲۰۰ احتجاج کوونکي د کتاب پلورنځي پروړاندې راټول شوي ول.

د برتانیا پخوانی لومړی وزیر توني بلیر په هګیو، بوټونو او بوتلونو وویشتل شو.

نوموړی چې تېره ورځ (شنبه، د سپتمبر څلورمه) په دوبلین ښار کې د خپل کتاب د پرانیستو په غونډه کې برخه اخیستې وه، د عراق د جګړې د مخالفینو لخوا په بوټونو وویشتل شو.

احتجاج ته ګڼ خلک راوتلي ول، چې په سوله ييزه توګه پيل شو.

د ایرلنډ لسګونه پولیس د ښار لارو او کوڅو ته د امنیت نیولو لپاره راوتلي ول او لارې کوڅې یې تړلې وې.

دا ټول د دې لپاره وو، چې توني بلیر د دوبلین کتاب پلورنځي ته په خوندي توګه ورسېږي او د خپلو کتابونو نسخې لاسلیک کړي.

د جګړې ضد احتجاج کوونکي له پولیسو لاس او ګرېوان شول.

ښاغلی بلیر په پلاستيکي بوتلونو، هګیو او بوټونو چپلکو وویشتل شو، داسې یو احتجاج چې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش په عراق کې ورسره مخامخ شوی و.

Image caption وړاندې توني بلیر بي بي سي ته ويلي وو چې ''تندلاری اسلام نړیوال امنیت ته لوی ګواښ دی.''

کاتين سلیون چې په یوه اوږده کتار کې ولاړه وه، چې د ښاغلي بلیر لخوا لاسلیک شوی کتاب راونیسي، خو وروسته د هغه پر وړاندې ودرېده:

''ښاغلي بلیر ته مې وویل راغلې یم چې تا زنداني کړم، خو پنځو امنیتي کسانو کش کړم او سخته یې کش کړم، او تر امکانه یې لیرې بوتلم.''

نژدې ۲۰۰ احتجاج کوونکي د کتاب پلورنځي پروړاندې راټول شوي ول.

خو د دې درې برابره خلک بیا د ښاغلي بلیر په ملاتړ راغونډ شوي وو.

دا د دوبلین د پولیسو لپاره یوه سخته ورځ وه او د کتابونو د لاسلیکونو دې ته ورته ورځ په لندن کې جوړېږي.

ورته مطالب