جاپان: طالبانو جاپانی خبریال خوشی کړ

Image caption دغه خبریال وړاندې په چيچينیا او عراق کې د جګړو خبرونه ورکول.

جاپاني رسنیو ويلي چې د افغانستان په کندز ولایت کې د طالبانو لخوا تښتول شوی جاپانی خبریال خوشی شوی دی.

جاپان وايي ۴۱ کلن کاسوک تسونیوکا په تېره مارچ میاشت کې په کندز کې طالبانو وتښتاوه.

د رپوټونو له مخې طالبانو هغه د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت له دې امله خوشی کړی، چې هغه مسلمان و.

د جابان کياډو خبري اژانس ويلي نوموړی يو ازاد خبریال و.

جاپاني رسنیو د کندز د والي انجنیر محمد عمر له خولې ويلي چې دغه خبریال د کندز په دښت ارچي ولسوالۍ کې د شنبې پر ورځ خوشی شوی دی.

د کندز والي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

"د امنيتي ځواکونو د خبر له مخې، هغه تېره ورځ خوشی شو. ډېر امکان شته چې هغه دې د پيسو په مقابل کې خوشی شوی وي. "

خو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

وسله وال طالبان په شمالي کندز ولایت کې ډېر فعال دي، چې له هغه ځایه په ګڼو شمالي ولایتونو کې پلانونه طرحه کوي.

جاپاني رسنیو دا هم ويلي چې دغه جاپاني خبریال د تېرې مارچ میاشتې پر ۳۱مه د ټويټر وېبپاڼې پر خپله صفحه لیکلي چې هغه د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته تللی دی.

دغه خبریال وړاندې په چيچينیا او عراق کې د جګړو خبرونه ورکول.