افغانستان: د سولې ٦٠ کسيزه عالي شورا جوړه شوه

د سولې د جرګې عکس
Image caption ولسمشر حامد کرزي وايي له کوچني اختر وروسته به د شورا د مشرتابه پلاوي په گډون د غړو بشپړ نوم لړ دافغانستان خلکو ته اعلام کړي .

په افغانستان کې د سولې ٦٠ کسيزه عالي شورا جوړه شوې چې ٧ مېرمنې يې هم غړيتوب لري.

حکومتي چارواکي وايي ټول غړي او مشر تابه پلاوى به يې له اختره سملاسي وروسته اعلان شي.

ددې شورا يوه غړي بي بي سي ته وويل چې د ولسمشر د کورني امنيت سلاکار معصوم ستانکزى د شورا د دارالانشاء د مشر په توگه غوره شوى او په ډاگه يې کړه چې په قوي احتمال به يې مشري د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي ته وسپارل شي.

ښاغلى ستانکزى له تېر يوه کال راهيسې د سولې د مشورتي جرگې په گډون د سولې په هڅو کې فعاله ونډه لرله او ولسمشر کرزي ته ډېر باوري کس بلل کېږي.

او صبغت الله مجددي له دې وړاندې د سولې د ټينگښت د کميسيون چارې سمبالولې چې په زرگونو کسان يې په خبره عادي ژوند ته گرځولي.

په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولې د عالي شورا د غړو په اړه بي بي سي نوي جزئيات تر لاسه کړي.

ددغې شورا يوه غړي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وويل چې دغه شورا ٦٠ غړي لري چې اووه مېرمنې هم پکې شاملې دي.

Image caption په دې عالي شورا کې اووه ښځې هم غړیتوب لري.

په دغو مېرمنو کې سناتورانې صديقه بلخي، قمر خوستۍ ، فرح سرابي او جميله مجاهد هم شته.

ښاغلي برهان الدين رباني ، پير سېد احمد گېلاني ، اصف محسني ، محمد محقق، او ځينو نورو جهادي مشران هم د شورا غړي غوره شوي دي.

د ولسمشر ځينې سلاکاران لکه اسدالله وفا، او نعمت الله شهراني هم د قومي سټې د لرلو له کبله دغې شورا ته غوره شوي.

دارنگه د طالبانو د واکمنۍ ځينې پخواني چارواکي لکه وکيل احمد متوکل، ارسلا رحماني ، موسى هوتک، عبدالحکيم مجاهد او حبيب الله پوځي هم د سولې د شورا په ٦٠ کسيز لېست کې د غړو په توگه راغلي دي چې له نهو کلونو وروسته به دا لومړى ځل وي چې دغه ډول طالب چارواکو ته په يوه ځل له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې د خبرو په مخ بيولو کې ونډۀ ورکول کېږي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د سولې د عالي شورا دغه غړي وويل چې د جنبش په استازيتوب سيد نورالله او د ځينو نورو گوندونو استازي يا مشران هم په دغه چوکاټ کې راوستل شوي.

د شورا په نوملړ کې د اسلامي حزب د پخوانيو غړو کوم روښانه درک موږ ته معلوم نشو، خو ويل کېږي چې د افغعانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال نوم چې له دولت سره د رسمي حزب مشر دى د سولې د شورا په غړو کې راغلى.

د پوهنې د وزير غلام فاروق وردگ په څېر د کابينې ځېنو وزيرانو ته هم چانس ورکړل شوى چې د سولې په دغه ډول هڅو کې هم فعاله ونډه ولري.

د مدني ټولنو او قومي لږکيو استازي ته هم د سولې په عالي شورا کې برخه ورکول شوي.

د نعيم کوچي په څېر ځينې قومي مخور و هم ددې چانس تر لاسه کړى چې د ۱۰۰ کسانو له نوملړ ه د سولې د عالي شورا غړيتوب تر لاسه کړي.

ولسمشر حامد کرزي وايي له کوچني اختر وروسته به د شورا د مشرتابه پلاوي په گډون د غړو بشپړ نوم لړ د افغانستان خلکو ته اعلام کړي.

Image caption د طالبانو د واکمنۍ ځينې پخواني چارواکي لکه وکيل احمد متوکل، ارسلا رحماني، موسى هوتک ، عبدالحکيم مجاهد او حبيب الله پوځي هم د سولې د شورا په ٦٠ کسيز لست کې د غړو په توگه راغلي دي.

خو تر اوسه له په ډاگه شويو نومونو داسې ښکاري چې ولسمشر حامد کرزي د سولې د مشورتي جرگې د پرېکړو پر بنسټ د سولې د خبرو د پيل لپاره مخ پر وړاندې يو بل مهم گام هم پورته کړ چې سلگونو افغان مخورو يې څو مياشتې وړاندې په مشورتي جرگه کې په رامنځ ته کېدو ډېر ټينگار لاره.

د ولسمشر ددفتر مشر محمد عمر داودزى وايي چې د سولې شورا ته د کسانو غوراوى ډير په دقت سره تر سر ه شوى:

''په دغه شورا کې جهادي مشران، ديني عالمان، کېدى شي ځينې پخواني طالبان، د مدني ټولنو او په هېواد کې د ټولو قومي ډلو استازي شتون لري. نو د همدې لپاره دغه کار زيات وخت ونيو؛ ځکه چې موږ بايد په ډېر دقت او احتياط سره د افغانستان د خلکو مناسب استازي غوره کړي واى.''

د جرگې د پرېکړو سره سم چې ولسمشر يې د منلو ژمنه کړې د سولې دغه عالي شورا به په پلازمېنه کې مرکزي دفتر او په ولايتونو کې به څانگي پرانيزي او د سيمې د مخورو په ديني عالمانو په مشوره به له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې پيلوي.

تر اوسه نه ده معلومه چې د خبرو پيل به څرنگه پر مخ وړل کېږي خو د سولې په مشورتي جرگې کي په سيمه ييز او ملي کچه له مخالفينو سره د تماسونو په ټينگولو او لومړى هغوى ته د باور د ورکولو سپارښتنه شوې.

Image caption ولسمشر حامد کرزي وايي له کوچني اختر وروسته به د شورا د مشرتابه پلاوي په گډون د غړو بشپړ نوم لړ د افغانستان خلکو ته اعلام کړي.

په دغه برخه کې له زندانونو د هغوى د بنديانو راخوشي کول او په ځينو برخو کې د يو لړ امتيازونو د ورکولو خبرې هم کيږي، خو په دې کې شک نشته چې د سولې د عالي شورا لپاره وار له مخه د يو لړ پراخو واکونو غوښتنه شوي چې نړيوال ملاتړ ته به هم اړتيا ولري.

تر اوسه د حکومت مخالفو وسله والو په دې اړه غبرگون نه دى ښولى خو وړاندې مخالفينو د سولې خبرې اترې د بهرنيو سرتېرو په وتلو پورې تړلي چې د هغې چارې زماني جدول هم لږ تر لږه د ځينو هېوادونو لخوا په مشروط ډول اعلان شوى.

سره له دې چې په افغانستان کې ناامني او د سولې اړتيا تر پخوا زياته شوي، خو په دولتي او نړيواله کچه هم د سولې د هڅو د چټکېدو او جدي کېدو څرکونه په زياتېدو ښکاري.

ورته مطالب