عبدالله: 'افغان حکومت او کابل بانک خلک غولوي'

عبدالله عبدالله
Image caption عبدالله عبدالله: ''نن زرګونه کسان په دې تمه دي چې پوه شي د هغو محدودو پيسو برخليک څه کېږي چې په کابل بانک کې يې زېرمه کړې او يا امانت ايښې وې. خو هم دولت او هم د بانک مسؤولين د خلکو سترګو ته خاورې ورشيندي.''

د 2009 کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي سيال عبدالله عبدالله افغان حکومت او کابل بانک تورن کړل چې خلک غولوي.

نوموړي وويل ځبنې خلک د کابل بانک د احتمالي ډيوالي کېدو ګنګوسو اندېښمن کړي او حکومت او پخپله بانک بايد دغه مسله روښانه کړي.

له بلې نن هم ماښپين تر ناوخته پورې د کابل بانک د مرکزي دفتر مخکې هغو خلکو ليکې جوړې کړې وي چې په بانک يې پيسې درلودې.

په داسې حال کې چې دولسمشر کرزي په ګډون د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي په کابل بانک کې دخلکو دپيسو د خونديتوب ډاډ ورکوي خو په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ښاغلي کرزی سيال عبدالله عبدالله وايي خلک په کابل بانک د خپلو پيسو په اړه اندېښن دي.

هغه وويل که حکومت غواړي په افغانستان کې د يوه ناورين مخه ونيسي نو خلکو ته رڼه او په ډانګ پېيلي ووايې چې بانک په کوم حالت کې دی.

نوموړي د افغانستان بانک باندې هم له دې امله نيوکه وکړه چې کابل بانک يې سم نه دی څارلی.

ښاغلی عبدالله پخپلو خبرو کې د افغان حکومت له لوري د کابل بانک پر ملاتړ هم شک وښود او ويې ويل چې دولت بايد په دې اړه روښانه ځواب ووايي:

Image caption ويل کيږي چې شير خان فرنوت او خليل فيروزي په برابره توگه د نورو ونډوالو په پرتله په دغه بانک کې ډيره ونډه لري د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزى، د ولسمشر د لومړي مرستيال ورور حسين فهيم ،حاجي غلام سخي او جمال خليل هم په کابل بانک کې ونډه لري.

''نن زرګونه کسان په دې تمه دي چې پوه شي د هغو محدودو پيسو برخليک څه کېږي چې په کابل بانک کې يې زېرمه کړې او يا امانت ايښې وې. خو هم دولت او هم د بانک مسؤولين د خلکو سترګو ته خاورې ورشيندي .

که بانک د پخوانيو مسولينو او د بانک د شريکانو د ناسمو کړنو له امله د ماتېدو په حال کې دی او دولت غواړي د بانک ملاتړ وکړي نو دغه پيسې له کومه ورکول کېږي ؟ دا د افغانستان د خلکو پيسې دي او دې ټولو ته بايد دولت روښانه ځواب ووايي. او بل دا چې بانکونه څنګه او له کومو سرچينو څخه کولای شي چې د افغانانو پيسې بېرته ورکړي ؟''

تر دې وړاندې د کابل بانک چارواکو، د افغانستان دماليې وزير او پخپله ولسمشر کرزي د کابل بانک دډيوالي کېدو احتمال رد کړی و او خلکو ته يې ډاډ ورکړی و چې په دغه بانک کې يې پيسې خوندي دي.

چارواکو ويلي ول هر څوک چې هر وخت او هرڅومره پيسې وغواړي له کابل بانکه يې ايستلای شي .

خو له دې ټولو سره سره نن بيا د کابل بانک د مرکزي دفتر مخې ته هغو کسانو ليکي جوړې کړې وې چې په دغه بانک کې يې پيسې درلودې او نن يې په غوښتلو پسې ورغلي ول.

Image caption واشنګټن پوست ويلي ول چې کابل بانک تر 300 ميليونه ډالره زيات تاوان کړی چې ددغه بانک دپانګې لويه برخه جوړوي.

د کابل بانک د مشرتابه په اړه ناندريو هغه مهال رسنيو ته لاره وکړه چې يوه اونۍ وړاندې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست وليکل افغانستان بانک د کابل بانک دوه لوړ پوړي چارواکي له دندو لري کړي او پر ځای يې د افغانستان بانک يو کارکوونکی ددغه بانک د مشر په توګه نومولی دی.

د افغانستان بانک وايي دا کار يې د دغه بانک دمرکزي شورا د پرېکړې له مخې او په بانکي نظام کې د سم سمکي لپاره کړی دی.

واشنګټن پوست دا هم ويلي ول چې کابل بانک تر 300 ميليونه ډالره زيات تاوان کړی چې ددغه بانک دپانګې لويه برخه جوړوي.

ورته مطالب