برتانيايي څيړنيزه اداره : جنوب طالبانو ته پريږدئ

طالبان
Image caption د وړانديز ترمخه که القاعده راغله نو گوزار به پرې کيږي که نه نو طالبانو ته به څه نه ويل کيږي

د انگرېزانو يوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کېږي او په شمال کې به تر اوسني شمېر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کېږي.

د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمېدلې پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي.په دغه طرحه کې د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرال حکومت وړانديز شوى چې عملا" به دومره واک نه لري.

د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان په اړه د لوېديځ په تگلارو کې د يوه بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.

هدف دادى چې د ناټو اوسنۍ تگلاره دې چې هيواد جوړونه يا ملت جوړونه ده، د {ترهگرۍ} د کابو کولو او مخنيوي په يوې روښانه تعريف شوې تگلارې واړول شي.

د انستيتوت مشر جان چېپمن پر نړيوالو چارو د خپل کلني رپوټ د خپرولو پر مهال يادونه وکړه:

اوس چې د افغانستان کړکېچ دا دى د لسو کلو تر پولې اوښتونکى دى، د ځواکونو په چمتو کوونکو هيوادو کې د اوږدې مودې پاتې کېدو ته نور ولسي ملاتړ په کمېدو دى.

هغه وويل: په لومړي سر کې هدف داو چې القاعده په دغه هيواد کې گډه وډه شي، را وپرځول شي او له منځه يوړل شي.

دا هدفونه تر ډېره حاصل شوي، خو وروسته د هغه په وينا د جگړې هدف دهغه هيواد او حکومت پرمختيا او عصري کولو ته وغځول شو.

دغه څېړنيزه اداره په ډاگه دغسې پراخو هدفونو ته د رسېدو احتمال تر پوښتنې لاندې راولي.

په دې سره به په افغانستان کې نړيواله بوختيا پايته ونه رسېږي. خو ډېرى پوځونه به ايستل کېږي او هغوى چې پاتې به وي، شمال ته لېږدول کېږي.

هدف به دا وي چې طالبان د خپلو سيميو آزادې ادارې ته پرېښودل شي او بهرني پوځيان به يوازې هغه مهال لاسوهنه کوي چې د القاعدې د بېرته راستنېدو څرک ولگېږي.

د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرالي حکومت د جوړېدو وړانديز کوي.

دا انستيوت د برتانيا په خورا وتلو څېړنيزو ادارو کې راځي او خبره يې درنده بلل کېږي.

په لنډيز سره د هغې نظر دادى چې:

افغانستان له ډېپلماتيک پلوه خورا ډېر وخت او له پوځي پلوه خورا ډېر زور ضايع کوي او ښه به داوي چې دا هرڅه په نورو ځايو کې په ښه ډول وکارول شي.

ورته مطالب