نیازی: مکې ته نژدې مو ۲۰ زره حاجیانو ته ځایونه کرایه کړي

محمد يوسف نيازی
Image caption وزير محمد يوسف نيازي وويل دغه استوګنځي چې د پخوا په پرتله ارزانه کرايه شوي قرادادونه يې مخامخ د دغو استوګنځايونو له مالکانو سره کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د يوه خصوصي شرکت له لوري سعودي عربستان ته د خلکو د استولو خبره رد کړه.

د وزارت چارواکو له خلکو وغوښتل چې دغه شرکت دې په سملاسي ډول افغان امنيتي ارګانونو او يا هم د حج او اوقافو وزارت ته معرفي کړي.

د حج او اوقافو وزير ژمنه وکړه چې سږ کال به د حج د مراسمو پروسه شفافه او د حج په بهير کې به افغان زيارت کوونکي له هېڅ ډول ستونزو سره مخامخ نه شي.

ده وویل د حج د چمتووالي په لړ کې يې وار له مخه ډیری حج ته تلونکو ته د پخوا په توپېر حرم شريف ته اوسېدو نژدې ځايونه نيولي دي.

افغان حکومت وايي د ۳۵ زره حج ته تلونکو له ډلې يې شلو زرو ته په سعودي عربستان کې د استوګنې ځايونه کرايه کړي دي.

د حج او اوقافو وزارت وايي د حاجيانو د هوساينې لپاره يې دغه استوګنځي د مکې شريفې په شاوخوا يو کيلومترۍ کې لويو لارو ، مارکېټونو او روغتونونو ته نژدې نيولي.

وزير محمد يوسف نيازي وويل دغه استوګنځي چې د پخوا په پرتله ارزانه کرايه شوي قرادادونه يې مخامخ د دغو استوګنځايونو له مالکانو سره کړي.

سږکال ټول ټال ۳۵ زره حاجيان سعودي عربستان ته د حج لپار ځي چې شاوخوا ۳۰ زره يې د افغان حکومت او پاتې هغه يې د خصوصي سکتور له لوري استول کېږي.

ښاغلي نيازي د يوه ناپېژندل شوي شرکت له لوري د حج لپاره سعودي عربستان ته د خلکو استول رد کړل ده پر خلکو غږ وکړ چې له احتياط نه کار واخلي او دغه شرکت افغان امنيتي ارګانونو ته ور معرفي کړي:

''يو دا چې په هېڅ ‌ډول دا وزارت ته د منلو نه ده چې يو څوک دې له ټاکلي نرخ نه زیاتې پیسې واخلي ، دويم داچې د دې وېره شته چې دا ډول شرکتونه دې د خلکو پیسې واخلي او هغه دې ترې په چل ول ووهي. نو زه د رسنيو له لارې اعلانوم هرڅوک چې دا ډول شرکتونه او يا هم کسان پېژني بايد په سملاسي ډول يې د افغانستان امنيتي ارګانونو او يا هم د حج او اوقافو وزارت ته ور معرفي کړي.''

Image caption سږکال ټول ټال 35 زره حاجيان سعودي عربستان ته د حج لپار ځي چې شاوخوا دېرش زره يې د افغان حکومت او پاتې هغه يې د خصوصي سکتور له لوري استول کېږي.

ښاغلي نيازي زياته کړه د حاجيانو د لېږد را لېږد چاره د اريانا افغان هوايي شرکت په غاړه ده او له دغه شرکت نه يې په ليکلې بڼه ژمنه اخېستې چې د الوتنو د ځنډيدو پر مهال به حاجيانو ته د اوسېدو د ځای ترڅنګ هغوی ته خواړ هم برابروي.

ده وويل دا ځل به هغه کسان له حاجيانو سره د لارښود په توګه استول کيږي چې ازموينه يې ورکړې وي او په ريښتيني ډول د زيارت کوونکو خدمت ته ژمن او د خدمت وس ولري.

دا هغه ژمنې دي چې په تېرو کلونو کې هم د حج او اوقافو وزارت له لوري حج ته له تلونکو سره شوي، خو له سعودي عربستان نه راستنو شويو حاجيانو تل د اوسېدو پر نامناسب ځای ، په هوايي ډګرونو کې په ایسار پاتې کېدو او د حج د مراسمو پر مهال له دوی سره د تللو لارښوونکو په اړه شکايت درلود.