ناټو د افغانستان لپاره ۲۰۰۰ نور عسکر غواړي

امریکایي سرتېري په افغانستان کې
Image caption ناټو داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرولو غوښتنه کوي، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د وژلو کچه مخ پر ډېرېدا ده.

د ناټو ځواکونو یوه قومندان، چې د هویت له ښودلو یې ډډه کړې، ویلي د افغان ځواکونو د روزلو لپاره دوو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا لري.

د ناټو دغه چارواکي دا هم ويلي چې د نورو سرتېرو غوښتنه په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس کړې ده.

سرچینه وايي، ښاغلی پيټرېیاس ويلي افغانستان ته باید د سړک غاړې د ماینونو ماهرین راولېږل شي؛ دا ځکه چې په دغه هېواد کې تر ډېره د سړک غاړې د ماینونو په چاودنو کې بهرني عسکر وژل کېږي.

جنرال پيټرېیاس تېره اوونۍ د اضافي سرتېرو له غوښتنې سره سم، ویلي وو چې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره باید ۷۵۰ نور بهرني روزونکي راوستل شي.

په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پرضد د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

د مړینې کچه

ناټو داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرولو غوښتنه کوي، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د وژلو کچه مخ پر ډېرېدا ده.

یوازې تېره ورځ (دوشنبه، د سپتمبر شپږمه) په افغانستان کې درې بهرني سرتېري ووژل شول.

په دې لړ کې رويټرز خبري اژانس د ناټو د يوه قومندان له خولې ویلي تمه لري چې د ناټو ۲۸ غړي هېوادونه به د نويو سرتېرو او روزونکو د لېږلو پر چاره غور وکړي.

رویټرز لیکي، د روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهیسې په افغانستان ېک ۵۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي، چې دا په تېرو نهو کلونو کې افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال دی.

د تېر ۲۰۰۹ کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان کې ۵۰۲ بهرني سرتېري وژل شوي ول.

Image caption د "ان بي سي" تلوېزيوڼي شبکې او "وول سټریټ ژورنال" د سروې ګانو پربنسټ، په امریکا کې د روانې جګړې ملاتړي لږ شوي دي.

د روانې سپتمبر میاشتې له پيل راهیسې تر اوسه پنځه بهرني سرتېري وژل شوي، چې يو د ګرجستان دی.

او په تېرو درو میاشتو کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر تر ۲۲۰ اوړي.

له دې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دغه هېواد کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ۲۰۶۸ ته رسېږي، چې په سلو کې ۶۰ یې امریکایان دي.

بل خوا د "ان بي سي" تلوېزيوڼي شبکې او "وول سټریټ ژورنال" د سروې ګانو پربنسټ، په امریکا کې د روانې جګړې ملاتړي لږ شوي دي.

سروې ښيي چې په هرو لسو امریکایانو کې اووه په دې نظر دي، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټل کېدای.

ورته مطالب