غزنی: د موټر چپه کېدو ۱۷ مسافر مړه کړل

بس
Image caption د غزني چارواکي وايي زیات سرعت د موټر د اوښتو لامل شوی دی.

د غزني ولایت په ناني کې د سپرلۍ یو ۳۰۳ ګاډی چپه شوی، چې ۱۷ مسافر پکې مړه شوي او ګڼ نور ټيیان دي.

د غزني د والي ویاند اسماعیل جهانګیر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه وویل، دغه ۳۰۳ ډوله ګاډی چې له کابل نه نیمروز ته روان و، نن (چهارشنبه، د سپتمبر اتمه) د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړونده ناني سيمه کې چپه شوی.

ښاغلی جهانګیر زیاتوي، پېښه نن ګهيځ شاوخهوا اووه نیمې بجې هغه مهال وشوه، چې په ناني کې يوه پول چک ته په رسېدو اوښتی دی.

نوموړي د ګاډي د اوښتو لامل د ګاډي تېزوالی ښودلی دی.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، په پېښه کې د څلورو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۷ مسافر مړه شوي او ۲۵ سخت ژوبل شوي دي.

اسماعیل جهانګیر زياتوي، مړي او ټپيان يې د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

بل خوا د غزني د ملکي روغتون رييس اسماعیل ابراهیم زي بي بي سي ته وویل، په مړو کې څلور مېرمنې او دوه ماشومان دي، او روغتون ته په وروړل شوو ټپيانو کې د پنځو هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

نوموړی زیاتوي، چې خطرناک ژوبل شوي کسان پلازمېنې کابل ته لېږدوي.

په ټپيانو کې دوه مېرمنې هم شته.

Image caption د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي په مړو شوو مسافرو کې دوه ماشومان دي.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .

وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو وروستۍ یې په کندهار کې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۶مه وه، چې ۲۱ مسافر پکې مړه او ګڼ نور ژوبل شول.

په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په موټر کې ټول سپاره کسان، چې عام وګړي ول، ووژل شول.

د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي.

پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.

موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.

ورته مطالب