فيفا: د کمپاينونو پر مهال مو 583 سرغړونې ثبت کړې

فيفا
Image caption فيفا وايي د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کمپاين پر مهال له سرغړونو سره سره دا ځل د ټاکنو په تړاو ځينې نوې او ښې خبرې مخې ته راغلې دي.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي ددوى څارونکو د ولسي جرگې د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال 583 ټاکنيزې سرغړونې موندلې دي.

د ياد شوي بنسټ اجرايوي مشر جانداد سپين غر وايي په دغو سرغړونو کې د حکومتي چارواکو له خوا د ځانگړو نوماندانو ملاتړ ،له حکومتي سرچينو څخه ناوړه گټه اخستنه او په ځينو غونډو کې د يونيفارم لرونکو امنيتي چارواکو گډون راځي: ((په ټوله کې چې کومې سرغړونې ثبت شوې پنځه سوه او دري اتيا پېښې دي، درې سوه او لس پېښې داسې دي چې سمه ييزو حکومتي چارواکو په ښکاره ډول د ځانگړو نوماندانو ملاتړ کړى دى، په يوسلو دوه اتياو پېښو کې د ځانگړو نوماندانو په گټه له حکومتي سرچينو څخه ناوړه گټه اخيستل شوې ،او يو نوي پېښې داسې دي چې امنيتي چارواکو له يونيفارم سره د نوماندانو په ټاکنيزو غونډو کې برخه اخستې ده.))

ښاغلي سپين غر وويل په دغو پېښو کې ځينې واليان،ولسوالان او د امنيې قومندانان راځي.

همدا راز نوموړي وويل له دغو سرغړونو څخه ډېرې يې په بغلان، بدخشان، تخار، هلمند، ننگرهار، غزني او ان پلازمينه کابل کې شوې دي.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو د بنسټ له څرگندونو سره همهاله د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل چې د ولسمشر حامد کرزي له امر سره سم يې شاوخوا دولس تنه داسې لوړ پوړي پوليس چارواکي له خپلو ولايتونو څخه نورو ولايتونو ته بدل کړي چې د کورنۍ کوم غړى يا کوم خپلوان يې په هماغه ولايت کې ټاکنو ته ولاړ دى.

بله غاړه د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي چې له يادو شويو سرغړونو سره سره دا ځل د ولسي جرگې په ټاکنو کې ځينې ښې خبرې مخې ته راغلې دي .

د بېلگې په ډول دوی وايي په سلو کې تر پېنځوسو ډېر نوماندان نوې څېرې دي چې د افغانستان د راتلونکي سياست لپاره ښه زېرى دى.همدا را ز فيفا وايي دا ځل ډېر نوماندان کليو او ولسونو ته لاړل او مخامخ يې له خلکو سره خبرې اترې وکړې.

سربيره پر دې دوی وايي دا ځل د کمپاين په برخه کې د رسنيو ونډه هم بېسارې پراخه وه.