معنوي: کمپاينونه نور بند دي ، که چا وکړ مجازات به شي

ښاغلی معنوي
Image caption ښاغلي معنوي ژمنه وکړه چې د ټاکنو تر پيله پورې به ټولو مرکزونو ته د ټاکنو اړين توکي ورسوي .

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې را روانو ټاکنو ته څه کم اته څلوېښت ساعته وخت پاتې دی ، چارواکي وايي ټاکنو ته يې د چمتوالي چاره بشپړېدو ته نژدې کړې ده.

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي، د رای ورکولو ډېرو مرکزونو ته يې د ټاکنو اړين توکي لکه رای پاڼې، صندوقونه او داسې نور رسولي او پاتې نورو مرکزونو ته به يې هم ژر ورسوي:

((د انتخاباتي توکو د لېږدولو چاره مو ډېره ښه پرمخ تللې ده. هيله من يم چې په دې برخه کې له هېڅ ستونزې سره مخامخ نه شو. ټولو ولايتونو ته زموږ حساس مواد رسېدلي دي او له دوو ورځو راهيسې د رای ورکولو مرکزونو ته د انتخاباتي توکو لېږدول پيل شوي دي.))

بل لوري ته په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنيز کمپاين ټاکل شوې موده چې د روان کال د چنګاښ له لومړيو څخه پيل شوې وه، د پنجشنبې د شپې په نيمايي کې پای ته ورسېده.

د قانون له مخې پاتې شاخوا دوه ورځې د سکوت پړاو دی او نوماندان پکې کمپاين نه شي کولای.

د ټاکنو د کمېسيون مشر ښاغلی معنوي وايي تر ټاکنو پورې په پاتې موده کې به انتخاباتي کارکوونکي وخت ولري چې د ټاکنو چارې سمبال کړي او خلک به فرصت ولري چې د خپلې خوښې د نوماند په اړه په پوره غور و سوچ وکړي.

ښاغلی معنوي وايي که کوم نوماند په دې موده کې کمپاين وکړي نو په خبره يې کمېسيون به يې پر وړاندې ګام واخلي: ((دا يوه قانوني مسله ده او موږ هيله من يو چې محترم کانديدان سکوت رعايت او په دې موده کې له کمپاين کولو څخه ډډه وکړي، که څوک سرغړونه کوي نو د ټاکنيزو سرغړونو کمېسيون يا د رسنيو کمېسيون به يې په اړه غور کوي.

خو که دا سرغړونه په تېروتنه وي نو د نقدي جريمې په څېر مجازات به ورکړل شي، خو که دا کار قصدي وي نو ښايي چې تر دې به سخته سزا ورکړل شي.))

چارواکي دا هم وايي که څه هم د احتمالي امنيتي ګواښونو له اړخه يې اندېښنې لا پر خپل ځای پاتې دي خو زياتوي چې امنيتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې چې د ټاکنو پر ورځ به د خپلو ټولو امکاناتو د کارونې په زور امنيت ټينګ کړي.

همدا تېره ورځ د افغانستان امنيتي چاراکو په ډاګه کړه چې شاوخوا څلور لکه افغان او بهرني ځواکونه په دندو ګمارل شوي چې د ټاکنو امنيت وساتي.