کرزی: افغانستان او پاکستان بايد له يو بل سره ډېره همکاري وکړي

ولسمشر کرزی او زرداري
Image caption ولسمشر کرزی وويل پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ له امله يو ډول کړېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د افغانستان او پاکستان حکومتونه بايد له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې لپاره امنيتي او استخباراتي همکارۍ پياوړې کړي.

ښاغلي کرزي دغه خبرې په اسلام اباد کې له ولسمشر زرداري سره تر لېدنې او خبرو وروسته يوې خبري غونډې ته کولې.

ولسمشر حامد کرزي او د هغه پاکستاني سيال اصف علي زرداري په ګډ خبري کنفرانس کې يو بل ته د ورور خطاب وکړ.

ښاغلي کرزي وويل دوی بايد د هغه په وينا د ترهګرۍ په ضد همکاري سره وکړي.

هغه وويل ترهګري له افغانستان او پاکستانه راپورته شوې او دغه دواړه هېوادونه ترې کړېږي.

ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي د افغانستان له تورونو سره ملې دي چې وايي د دولت مخالفين د پاکستان خاوره د خپل پټنځای په توګه کاروي خو دغه هېواد يې په اړه کوم اقدام نه کوي.

خو په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي پاکستان ته د مرستې لاس وراوږد کړی ، ځکه هغه د طالبانو له مشرانو سره د سولې لپاره مرستې ته اړتيا لري.

پاکستان په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو په فکر کې دی او همدا شان په افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ په اړه اندېښنه لري.

خو که ددغو دواړو هېوادونو مشران د طالبانو په اړه يوې موافقې ته سره وهم رسېږي، هغوی يواځني کسان نه دي چې د خپلو هېوادونو د امنيتي سياست په اړه رول لوبوي.

ولسمشر زرداري د پاکستان له پوځ سره ښه اړيکې نه لري، هغه پوځ چې تېر کال يې د مخالفو وسله والو پر ضد چې د پاکستان حکومت يې ګواښه، پراخ عمليات وکړل، خو بيا له هغو کسانو سره کار نه لري چې د افغانستان په خاوره کې بريدونه ترسره کوي.