کرزی: ترهګري دې له افغانستان د باندې وځپل شي

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وويل پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس کړي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

ولسمشر کرزي د کوچني اختر په وياړ خپله وينا کې يو ځل بياپر مخالفو وسلوالو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او د کوچني اختر په درناوي د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيسي .

هغه په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته خبريالانو ته لنډې خبرې وکړې او ډېر ټينګار يې د سولې په راتګ او د تاوتريخوالي په ختمېدو و.

ولسمشر کرزي د طالبانو د ډلې مشر ملا محمد عمر په نامه ياد کړ او ترې ويې غوښتل چې جګړه پرېږدي او د سولې له عالي شورا سره يوځای شي :

(( دا ورځ بيا هم د دې ده چې پر ټولو خوشحالو او مرورو، وروڼوغږ وکړو چې د دې ورځې په برکت د سولې په بهير کې له موږ سره شريک شي. د اختر له را رسېدو څو ورځې وړاندې

د سولې د عالي شورا غړي وټاکل شول چې نومونه به يې ډېر ژر اعلان شي. هيله من يم چې د دې ورځې په مناسبت طالبان او نور خوا بدي وروڼه د دغې شورا د کاميابۍ لپاره مرسته وکړي. ))

له مخالفو وسلوالو سره د خبرو اترو او پخلاينې لپاره د سولې د عالي شورا د جوړولو پرېکړې د سولې په مشورتي جرګه کې شوې ده .

په حکومتي کچه تر دې مهاله ويل کېږي چې د دغې شورا غړي ټاکل شوي خو نومونه يې لا هم روښانه نه دي .

ولسمشر کرزي په داسې وخت کې له طالبانو څخه د سولې کولو غوښتنه وکړه چې دوه ورځې وړاندې دطالبانو مشر ملامحمد عمر د اختر په وياړ خپل پيغام کې ويلي ول چې دوی به بريالي کېږي او بهرنيان به ماتې خوري.

هغه له پخوانيو مجاهدينو څخه هم غوښتي ول چې له دولت څخه خپله لاره جلا او له دوی سره يو ځای شي .

د ښاغلي کرزي د وينا يو بل مهم ټکی بيا هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی و او بهرنيو ځواکونو ته بيا هم د هغه پيغام هماغه تکراري و، چې ترهګري په افغانستان کې نشته .

ښاغلي کرزي ونه ويل چې ترهګري چېرته ده خو له خبرو يې داسې انګېرل کېده چې ختيځ ګاونډی پاکستان يادوي چې ويل کېږي د افغان طالبانو مشره شورا او لوړ پوړي غړي پکې مېشت او له هغه ځايه د افغانستان روانه جګړه رهبري کوي .

ښاغلي کرزي له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې له هېواده د باندې دې د ترهګرو اصلي پټنځايونه په نښه کړي او ګواښ يې وکړ چې که ترهګر د باندې و نه ځپل شي نو په افغانستان کې د جګړې بريا ستونزمنه ده : (( موږ همدارنگه له ناټو ځواکونو هيله لرو چې ځان پوه کړي چې ، ترهگر د افغانستان په کليو ، بانډو او کورونو کې نشته. پکار ده چې د هغوى اصلي پټن ځايونه په نښه شي. ترهگر په افغانستان کې نشته او نه هم دغه جگړه دلته بريالۍ کيداى شي.))

ښاغلي کرزي پخپله وينا کې د پاکستان د وروستيو سېلابونو په اړه هم خواشني وښوده .

ده پاکستان له دې امله وستايه چې پر افغانستان د شوري د يرغل پر مهال د ميليونه افغانانو کوربه و، او پر افغانانو يې غږ وکړ چې هر څوک دې د پاکستان له سېلابځپلو سره له خپله وسه سره سمه مرسته ورسره وکړي .

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د ښاغلي کرزي غوښتنې ته به د هغه د مخالفينو ځواب څه وي خو تېر په کتو به بيا هم منفي وي . ځکه هغه په وار وار د سولې او خبرو اترو غوښتنه کړې خو وسلوالو مخالفينو او په ځانګړې توګه طالبان هم بې له ځنډه رد کړې ده .