برتانوي پوځيان د هیرویینو د قاچاق په تړاو پلټل کېږي

برتانوي پوځيان
Image caption د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن بیل وايي د برتانیا شاهي پوځي پولیس د پلټنو ځانګړې څانګې مخکې له دې چې دا خبر په رسنیو کې خپور شي، پلټنه پیل کړې ده.

برتانوي پولیسو ویلي د هغو تورونو پلټنه کوي، چې ویل کېږي برتانوی پوځيان له افغانستان نه د هیرویینو په چاقا کې ښکېل دي.

د دفاع وزارت يوه وياند وويل له افغانستان نه د راغلو پوځي کارکوونکو تلاشۍ او لټون کلک شوي دي.

گومان دى چې پلټنه پر هغو برتانوي عسکرو راټوله ده چې د هلمند د باسټين په چوڼۍ او په کندهار کې دېره دي.

په دغو دواړو چوڼیو کې امنيتي تلاشۍ سختې شوې دي، او ان هلته د نشه یي توکو او هیرويينو د قاچاق د مخنيوي په موخه له روزل شوو سپيو هم ګټه اخیستل زیات شوي دي.

په لندن کې د دفاع وزارت وويل پر دغو تورونو "او ناباوري خبرو"خبر دی چې وايي د الوتکو په وسیله برتانوي پوځيانو له افغانستان څخه هیرویین بهر ته قاچاق کړي دي.

د برتانیا د دفاع وزارت ویاند وويل: "که څه هم باوري مالومات نشته، خو موږ پر دغو تورونو او ادعاوو خبر یو، خو په اړه یې جدي ګامونه اخلو، او په دې تړاو مو په افغانستان او برتانیا کې خپل اجراآت سخت کړي چې پکې د ګڼو نورو روزل شوو سپيو په وسیله پلټنه هم پيل شوې ده."

دفاع وزارت زیاتوي، "موږ د خپلو پوځيانو لپاره د نویو اجراآتو په وړاندې کولو اندېښمن هم یو، خو تر خپل وسه به هڅه کوو که چېرې د هیرویینو په قاچاق کې زموږ کوم پوځي ښکېل وي، ونیول شي."

د ویلو ده چې د نړیوالې ټولنې په استازیتوب په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه برتانیا ډېرې هلې ځلې کوي.

هیرویین او وسلې

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن بیل وايي د برتانیا شاهي پوځي پولیس د پلټنو ځانګړې څانګې مخکې له دې چې دا خبر په رسنیو کې خپور شي، پلټنه پیل کړې ده.

زموږ خبریال زیاتويو تېره میاشت د افغانستان او برتانیا په هوايي ډګرونو کې د نشه يي توکو په کشف کې د روزل شوو سپيو شمېره زیاته شوې ده.

Image caption گومان دى چې پلټنه پر هغو برتانوي عسکرو راټوله ده چې د هلمند د باسټين په چوڼۍ او په کندهار کې دېره دي.

افغانستان د نړۍ په کچه د هیرویینو له سترو تولیدوونکو هېوادونو دی، چې په سلو کې ۹۰ د نړۍ هیرویین تولیدوي.

نړیوال ګمان کوي چې د نشه يي توکو تر ټولو ډېره ګټه د سخت دريځۍ او اورپکۍ د پياوړي کولو لامل کېږي.

دوی وايي اورپکي د نشه يي توکو د قاچاقو له لارې نوې وسلې رانیسي چې دا د سیمې د ناامنۍ او د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پروړاندې د سوخوږۍ لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۸ کال د رپوټ پر بنسټ، یوازې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د نړۍ په سلو کې ۹۸ هیرویین تولید کړي دي.

ورته مطالب