کمیسیون:''زرګونه جعلي رایپاڼې ضبط شوې''

افغان چارواکي وايي د شنبې ورځې تر پارلماني ټاکنو وړاندې يې زرگونه جعلي رايپاڼې ضبط کړې دي. د ټاکنو کميسيون مشر وويل په غزني کې درې زره نيول شوې پاڼې په گاونډي پاکستان کې چاپ شوې وې. په افغانستان کې د ملگرو ملتو استازي وويل ټاکنې به بې عيبه نه وي، خو د ولسمشرۍ تر تېرو هغو به ښې وي چې د ټگيو تورونه پکې لگېدلي وو.

Image caption ښاغلي ديميستورا وويل چې د افغانستان په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو يو لامل دا هم و چې د راى ورکونې د مرکزونو نوملړ له ټاکنو ايله دوه ورځې وړاندې اعلان شوی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر يونما وايي چې د ولسي جرگې لپاره سږنۍ ټاکنې به د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو پرتله رڼې او بې پرې وي.

په کابل کې د ملگرو ملتو ځانگړي استازي خبريالانو ته وويل چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو ستر لامل دا نه و چې هلته خلکو د راى کارونې جعلي او کلپ کارتونه کارولي وو، بلکې د هغه په وينا ستر لامل يې دا و چې هلته په ناامنه سيمو کې د راى کارونې لپاره مرکزونه پرانيستل شوي وو .

دا رنگه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون انديښنه ښيي چې په کور د ننه او بهر کې يو شمير کړۍ هڅه کوي چې د راتلونکو ټاکنو رڼښت تر سيوري لاندې راولي، د کميسيون مشر وايي چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د جغلي کارتونو کاروونکي ونيسي او د قانون منگولو ته يې وسپاري.

په پام کې دي چې د ولسي جرگې لپاره ټاکنې د راتلونکې شنبې يا خالي په ورځ په ټول افغانستان کې ترسره شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازى دفتر په داسې حال کې د دغه هېواد د ولسي جرگې لپاره د راروانو ټاکنو په اړه دغه ډاډ څرگندوي چې ټاکنو ته ايله درې ورځې پاتې دي، په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستيفن ديميستورا په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي په چاره کې هغه گامونه ياد کړه چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لورې پورته شوي دي.

ښاغلي ديميستورا دا رنگه د ټاکنو په درشل کې د ټاکنو او د شکايتونو د اوريدلو په کميسيونونو کې راغلي ادلونونه بدلونونه ، بيله ځنډه د راى کارونې د مرکزونو په داگه کول، امنيتي تابياوې او د ښو او اصلو ټاکنيزو توکو کارونه نور هغه لاملونه وبلل چې په وينا يې د ټـاکنو رڼښت ډاډمنولى شي.

ښاغلي ديميستورا وويل چې د افغانستان په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو يو لامل دا هم و چې د راى ورکونې د مرکزونو نوملړ له ټاکنو ايله دوه ورځې وړاندې اعلان شوی:

''په تېرو ټاکنو کې د درغليو يوازينى لامل کلپ کارتونه نه وو بلکې يو لامل يې دا و چې له ټاکنو ايله دوه ورځې وړاندې د راى کارونې مرکزونه په نښه او اعلان شوو ، خو سږنى کال د دغه مرکزونو نوملړ پوره يوه مياشت وړاندې په ډاگه شو ، نو ځکه په ولاسمشريزو ټاکنو کې د درغليو لپاره ميدان پرانيستى و ، خو په اوسنيو ټاکنو کې له هغه کار ډډه شوې. ''

دا رنگه ښاغلي ديميستورا وويل چې چې هغوى به په ټاکنو کې هغه پرمختلي وسايل وکاروي چې پر مټ د اصيلو او کلپو کارتونو توپير سره په اسانۍ سره کېداى شي.

خو دا مهال چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنو ته ايله درې ورځې پاتې دي په ځينو سياسي کړيو کې دغو رپوټونو يو ځلې بيا درز موندلى چې گواکې په زياته کچه د ټاکنو لپاره د راى ورکونې کلپ کاله چاپه راوتلي او يو شمير ولايتونو ته هم رسېدلي دي.

د ټاکنو د کميسيون مشر فضل احمد معنوي سره له دې چې وايي په دې برخه کې کره شواهد او تبوتونه نه لري ، خو دا خبره هم کوي چې په کور د ننه او بهر کې د هغو کږيو يادونه کوي چې په باور يې غواړي د افغانستان د ولسي جرگې د ټاکنو رڼښت تر سيوري لاندې راولي:

Image caption ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانۍ سپټمبر پر ۱۸مه ترسره شي.

''هغسې چې زه باور کوم ښايي په دې برخه کې په دې برخه کې بېلابېل ليد لوري له خلکو سره وي، ښايي يوه دله داسې وي چې غواړي په دې توگه پارلمان ته لاره بيامومي ځينې داسې کړۍ چې هغه هم په افغانستان او هم بهرنيو هېوادونو کې وي چې دغه هيوادونه کيداى شي چې گاونډي وي او يا هم نور هيوادونه ، دوى غواړي چې د ټاکنو رڼښت تر سيوري لانزې راولي او دغه بهير اغيزمن کړي.''

خو د ټاکنو د کميسيون مشر دا داډ هم څرگند کړ چې امنيتي ځواکونو داډ ورکږى چې هغوى به تر ټاکنو وړاندې د افغانستان په گوټ، گوټ کې کلپ کتارتونه نيسي او عاملينو ته به يې سزا ورکوي، او که چېرته ټاکنو ته ولاړ کانديدان په دې برخه کې پړه راوخيژي نو د کانديانو له نوملړه به وويستل شي.

په همدې جال کې د افغانستان د ولسي جرگې مشر او ټاکنو ته ولاړ نوماند يونس قانوني هم په ټاتکنو کې د رڼښت د نشتوالي له امله انديښمن دى او وايي چې که چيرته دغه ټاکنې رڼې او بې پرې نه وي ، نو په وينا يې په افغانستان کې راغلې ولسواکي به کم رنگه او پيکه شي:

''موږ هم د ټاکنو د رڼښت په برخه کې انديښمن يو ، زما په باور که موږ وتوانيږو چې په راتلونکو ټاکنو کې رڼښت له پامه وغورځوو نو په افغانستان کې د ولسواکۍ بهير زيانمنيږي او دا کار به زموږ خلک په ټولو تاکنيزو بهيرونو بې باوره کړي او دا هغه زيان دى چې هم خلکو ته رسيږي او هم د ولسواکۍ بهير ته.''

ملگري کلتونه او د ټاکنو خپلواک کميسيون داسې مهال په افغانستان کې د رڼو ټاکنو خبره کوي چې د افغانستان د شنونکو په نامه يوې نوې ټولنې د ولايتي شوراگانو تيرې ټاکنې په ځينو سيمو کې له ټگيو برگيو سره ملې بللې وې او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه يې ويلي وو چې تر ولايتي شوراگانو بيا ښې وې.

ورته مطالب