تر ټاکنو ۴۸ ساعته مخکې د کمپاین وخت پای ته رسېږي

سیما سمر
Image caption سیما سمر: ''موږ بايد له پخوا څخه درسونه زده کړي وي . يو دادى چې کله موږ په مرکزونو کې حاضر و اوسو نو بيا څوک نشي کولى صندوقونه ډک کړي . کله چې موږ حاضر و اوسو او مسولانه عمل وکړو نو بيا هغو نارينه وو ته اجازه نه ورکوو چې د پنځلس ښځو کارتونه را وړي او دوى يې پرځاى رايي ورکړي . نو د همدې لپاره موږ په مستقيمې څارنې ټينگار کوو.''

په افغانستان کې د ولسي جرگې د ټاکنو نژدې درې مياشتنى دوره به په څو ساعتونو کې پاى ته ورسيږي.

د افغانستان د اساسي قانون ترمخه له ټاکنو ٤٨ ساعته وړاندې کمپاين پاى ته رسيږي.

په دغه نژدې دري مياشتنۍ موده کې هر کانديد د خپلې وسې سره سم د خلکو د رايو د را جلبولو لپاره کمپاين وکړ .

چا ميلمستياوې ورکړي ،ځينو د غونډو له لارې خلکو ته خپل پيغام ورساوه ، چا جوماتونه او سړکونه ورغول، ځينو په ښونځيو او نورو عامه ځايونو کې کتابچې ، قلمونه او نور توکي وويشل وويشل او ځينو د خبري رسنيو لاره خپله کړه ، خو نژدې ټولو ښار او سړکونو ته خپل تصويرونه پورته کړل ، ولې وروستى ورځ د کانديدانو د پلويانو د موټرونو د کاروانونو او د لوډ سپيکرونو له لارې له خلکو د رايو دغوښتلو او شعارونو چاره په دغه دوره کې بيساري گرمه وه .

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون د مدني ټولنو له غړو او د ټاکنو لپاره د نوماندانو له استازو وغوښتل چې د ټاکنو بهير د درغليو د مخنيوي په موخه په ځير سره وڅاري .

دغه کميسيون دشنبې د ټاکنو په ورځ د احتمالي تاوتريخوالي د پيښېدو له اړخه هم اندينه وښوده او په امنيتي ادارو يې د کلک اومنيت ټينگولو غږ وکړ .

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون پر داسې مهال د رايې ورکولو او د ټاکنو پربهيرد کلکې څارنې او کتنې غږ کوي چې دپارلمانې ټاکنو لپاره دوه ورځې پاتې دي . اوس ټول پام د رايو ورکولو په ورځې را ټول دي چې افغان او نړيوال چارواکو يې د سمې تر سره کيدنې ، امنيتي ځواکونه يې د امنيت ټينگولو او کانديدان پکې د بري په هيله هڅې کوي .

د بشري حقونو کميسيون د يوې خبرې ناستې له لارې د مدنې ټولنو او کانديدانو پر استازو غږ وکړ چې تر وسه وسه د را يو اچولو له ډيرو مر کزونو او څانگو ليدنه او څارنه وکړي .

د کميسيون د مشرې سيما ټينگار دا وو چې د څارنې په زياتيدو سره د ټاکنو روڼوالى زياتيږي او تيروتنو او درغليو مخه نيول کيږي:

(( موږ بايد له پخوا څخه درسونه زده کړي وي . يو دادى چې کله موږ په مرکزونو کې حاضر و اوسو نو بيا څوک نشي کولى صندوقونه ډک کړي . کله چې موږ حاضر و اوسو او مسولانه عمل وکړو نو بيا هغو نارينه وو ته اجازه نه ورکوو چې د پنځلس ښځو کارتونه را وړي او دوى يې پرځاى رايي ورکړي . نو د همدې لپاره موږ په مستقيمې څارنې ټينگار کوو. ))

ميرمن سمر وايي څارونکي بايد د هر ډول تخلفاتو له ليدو سره سم هغه مستند کړي او د ټاکنو د شکايتونو کميسيون ته دې واستوي.

عملیاتي مرکز

د بشري حقونو د کميسيون وياند او غړي نادر نادري وايي چې دغه کميسيون به هر ډول مستند شکايت وڅيړي او هغه ته به رسيدنه وکړي:

(( څارونکي او کتونکي ډلې د تخلف او له قانونه د سرغړونې ، د ډول څرنگوالى په گوته او مستند کړي اوبيا يې د شکايتونو او د ټاکنو دکميسيون له لارې د مرکز او که ممکنه وه د صندوق شميره ، وخت او د سرغړونې څرنگوالي وښيي. کميسيون به د ټاکنو په ورځ د پخوا په څير په مر کزي دفتر کې يو عملياتي مرکز ولري ، کله چې سر غړونه کيږي سملاسي مر کز ته رپوټ ورکوي . موږ به ژر له مرکزه نيغ په نيغه ددغو ادارو له مشرانو سره په تماس کې کيږو چې سملاسي يې په اړه گامونه پورته کړي. ))

د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون چارواکو له څارونکو د ټاکنو له کميسيونه وغوښتل چې د جعلي کارتونو اود رايې ورکولو دجعلي پاڼو پيژندگلوي ته دقيق شي او د شفافو ټاکنو د تر سره کيدو لپاره جدي هڅې وکړي .

Image caption افغان امنيتي چارواکو ويلي چې د ټاکنو پر ورځ به د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ لسګونه زره افغان سرتېري د ټاکنو امنیت ټينګ کړي.

پخوا نيو تجربو ته په کتو سره د نا امنيو پراخوالى ، څو ځلې او په جعلي کارتونو را يې ورکول د ټاکنو په وړاندې مهمې ننگونې بلل کيږي.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون له افغان او بهرنيو نړيوالو سر تيرو غواړي چې د رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت خوندي کولو لپاره کلکې هڅې وکړي او خلک ډاډ کړي چې د را يې ورکولو لپاره را بهر او څارونکي هم په ډيرو سيمو کې خپلې چارې تر سره کړي .

د بشري حقونو کميسيون وايي د ځينو ښځينه کانديدانو او د مذهبي لږکيو په وړاندې د ځينو ناوړه تبليغاتو په اړه ورته مستند رپوټونه ور رسېدلي چې بايد ددغه ډول تبليغاتو او هڅو مخه ونيول شي .