د ټاکنو لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي

پوليس
Image caption امنيتي ادارې وايي د بريدونو شونتيا شته خو تمه لري چې ډېر به نه وي .

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته يواځې څو ساعته وخت پاتې دی امنيتي ځواکونو په پلازمېنه کابل کې کلک امنيتي تدابير نيولي دي .

د دود پر خلاف پر هر څلور لارې لسګونه پوليس او دملي پوځ سرتېري ولاړ دي ګوته په ماشه ولاړ دي.

دوی ښار ته راننوتونکي او په ښار کې ټول ګرځېدونکي موټر څاري او که يې په کوم موټر شک راشي نو اسناد ترې غواړي .

تر ټاکنو درې ورځې مخکې افغان حکومت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د ټاکنو د امنيت لپاره تر څلور لکه زيات بهرني او کورني سرتېري په دندو ګمارل شوي دي .

امنيتي ځواکونه وايي هڅه کوي چې د بالقوه ځانمرګو بريدونو او چاودنو مخه ونيسي .

د بريدونو اټکل بېځايه نه ښکاري ځکه طالبانو او د دولت مخالفينو لا له وړاندې ګواښ کړی چې د ټاکنو پر ورځ (شنبه د وږي 27مه) به په ټول هېواد کې بريدونه وکړي.

طالبان وايي رايه ورکوونکي، د ټاکنو کارکوونکي، او مرکزونه ټول به په نښه کړي .

وړاندې د کورنيو چارو وزارت هم د بريدونو اټکل کړی و خو ويلي ول تمه لري چې ډېر پراخ به نه وي .

د پنجشنبې پر ورځ افغان امنيتي ادارو يو ځل بيا افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او رايې وکاروي.

دغه راز د امريکا د فاع وزير رابرټ ګېټس هم ويلي ول چې ځواکونو به يې د ټاکنو د امنيت لپاره د افغان هغو تر شا و درېږي .

خو د ټاکنو کمېسيون له دې سره سره چې وايي له تخنيکي اړخه ټاکنو ته بشپړ چمتو دي مګر زياتوي چې د امنيت له پلوه اندېښمن دي .

افغان حکومت همېشه په دغسې فوق العاده ورځو کې سخت امنيتي تدابير نيسي .

يو کال وړاندې ولسمشريزې ټاکنې وشوې هلته هم طالبانو ګواښونه کړي ول چې ټاکنې به ګډوډې کړي ، خو د ټاکنو پر ورځ روښانه شوه چې د امنيتي تدابيرو زياتوالي ګټور و او پر همدغې ورځ د تمې پر خلاف بريدونه او پېښې کم ول .

افغان حکومت وايي دا ځل هم تمه لري چې امنيتي تدابير به ګټه وکړي او د دولت د مخالفينو بالقوه بريدونه او چاودنې به شنډې کړي .

خو لا هم ټاکنو ته څو ساعته وخت پاتې دی او تر اوسه معلومه نه ده چې دا ځل به د بريدونو کچه څومره وي او يا به امنيتي ځواکونو څومره وځلېږي.

ټاکنې د شنبې د ورځې پر سهار په ځايي وخت اوه بجې پيلېږي .

تمه ده چې مليونه افغانان به د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او دولسي جرګې د 249 غړو لپاره به رای ورکړي . خو لا هم په ټول افغانستان کې د رای ورکولو سلګونه مرکزونه د امنيتي اندېښنو له وېرې نه شي پرانستل کېدای او له همدې امله به سلګونه زره کسان خپلې رايې و نه شي کارولی.

ولسي جرګې ته تر دوه نيمو زرو زياتو کسانو ځانونه نومولي دي چې څه باندې څلور سوه يې مېرمنې دي . دا په 2001 کال کې د طالبانو له ماتې وروسته د ولسي جرګې دويمې ټاکنې دي .