په ټاکنو کې درغلۍ

رنګ
Image caption ځينو رای اچوونکو ویلي چې څو دقیقې وروسته یې له ګوتو رنګ پاکی شوی.

له سوېلي هلمند ولایت نه هم رپوټونه وايي چې د لښکرګاه په ملالۍ لېسه کې، چې د ښځينه وو رای ورکوونکو لپاره ځانګړې شوې وه، له یوې ښځې سره څو کارتونه موندل شوي.

بل خوا په پلازمېنه کابل کې هم د ولسي جرګې ځينو کاندیدانو د درغلیو خبر ورکړی.

دوی ادعا کوي چې د رای ورکولو په ځينو مرکزونو کې د ثبت او راجستر لپاره هېڅوک نه ول، خو د ټاکنو کمیسیون په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تر ټاکنو وړاندې د رای اچولو پرمهال د جعلي رنګ د مخنيوي ډاډ ورکړی و، خو داسې رپوټونه شته، چې وايي په رای اچولو کې له جعلي رنګ څخه ګټه اخیستل شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر مشر سټېفن دېميستورا اماني لېسې ته تللی و او هلته يې د ټاکنو رنګ، رای پاڼې او نور توکي وکتل .

ښاغلي دېميستورا پخپلو خبرو کې وويل چې نا امني او درغلۍ د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې وبللې .

ولسمشر کرزي د تېرې جمعې پر ورځ خبریالانو ته ويلي وو چې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې د درغلۍ احتمال شته.

تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم منلې وه، چې له ګاونډيو هېوادونو زرګونه جعلي رایپاڼې افغانستان ته راوړل شوي دي، چې زیاتره یې په غزني ولایت کې نیول شوې.

خو چارواکو ډاډ ورکړی، له دغو رایپاڼو نه د ټاکنو په ورځ هېڅ ګټه اخیستنه ممکننه نه ده.

د ټاکنو کمیسیون چارواکو ويلي وو د دوی اصلي رایپاڼې داسې شمېرې او پټ کودونه لري، چې پر ځای یې جعلي رایپاڼې کارېدای نشي.

د ټاکنو په اړه د درغلیو په لړ کې د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ځايي ویاند ويلي تېره شپه د رای اچولو یو شمېر بسکونه کورونو ته وړل شوي او هلته ډک شوي دي.

Image caption نيويارک ټایمز ليکلي چې په کندهار او کندوز کې د رای ورکولو یو کارت له ۱ تر ۱۵ ډالرو خرڅ شوي دي.

نظر محمد صميمي ویلي د رای اچولو دغه بکسونه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې ډک شوي.

نوموړي ويلي له همدې امله په دغه ولسوالۍ کې د رای اچولو ځينې مرکزونه بند شوي دي.

تېره ورځ نیويارک ټایمز ورځپاڼې هم خبر ورکړی و، چې تر رای اچولو وړاندې د رای اچولو زرګونه کارتونه پلورل شوي دي.

د نيويارک ټايمز د رپوټ پر بنسټ، په سوېلي کندهار ولایت کې ځينې کسان خپل کارتونه ان په یوه ډالر هم پلوري.

د رپوټ له مخې، په کندوز ولایت کې بیا د یوه کارت بیه ۱۵ ډالره وه.

او په شمالي بلخ ولایت کې د رنګ د پاکېدو خبرونه ورکړل شوي.

په بلخ کې د ټاکنو ځينو څارونکو منلې، چې کارېدونکی رنګ ژر پاکېږي او يو څوک کولی شي چې تر یوه ډېر ځلې رایه ورکړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځينو رای اچوونکو ويلي چې تر رای اچولو څو دقیقې وروسته یې له ګوتو څخه رنګ پاک شوی دی.

ورته مطالب