کمیسیون: د ټاکنو پر ورځ ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي

امنيتي چارواکي
Image caption دفاع وزارت وايي د ټاکنو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې د ملي پوځ 267 وژل شوي 950 نور ټپيان شوي دي .

افغان حکومت وايي د مخالفينو له ګواښونو سره سره د ولسي جرګې په ټاکنو کې د تېر کال د ولسمشرۍ هغو په پرتله امنيتي پېښې کمې وې.

تر ټاکنو يوه ورځ وروسته چارواکو وويل د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال 479 او د ولسي جرګې په پرونيو ټاکنو کې 445 امنيتي پېښې شوې وې.

د ټاکنو کمېسيون وايي چې د تېرې ورځې د ټاکنو په ترڅ کې 21 ولسي وګړي وژل شوي، او 46 نور ټپيان شوي دي .

دغه راز د رای ورکولو پر 93 مرکزونو بريدونه شوي او د ټاکنو 3 کارکوونکي وژل شوي او 13 نور يې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ورځې د ټاکنو د امنيت ساتنې دنده افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه درلوده .

د وسلوالو مخالفينو ګواښونو او د افغان امنيتي ځواکونو مخينې ته په کتو سره ډېرو خلکو د ټاکنو پر مهال د زيات تاوتريخوالي وړاندوينه کوله.

ځکه طالبانو او د حکومت وسلوالو مخالفينو له لومړي سره ګواښ کړی و چې ټاکنې به ګډو ډوي او خلکو ته يې ويلي ول چې په ټاکنو ونډه وا نخلي.

له بله لوري تر دې مهاله د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا په اړه هم يو لړ شکونه شته چې ګنې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته په يواځې سره د هېواد د امنيتي چارو د مسوليت جوګه نه دي .

د طالبانو او نور مخالفينو ګواښونو د ورځې په لومړيو د ټاکنو په بهير سورلی غوړولی و او د رای ورکولو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه لږه وه .

خو دوخت په تېرېدو مرکزونو ته دخلکو ليکې ور ماتې شوې او ان د ورځې په ورستيو کې له يو شمېر سيمو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شول چې رای پاڼې پکې کمې شوې وې .

طالبانو له مخکنيو ګواښونو سره سم د ورځي په لومړيو کې بريدونه پيل کړل چې په ترڅ کې يې په پلازمېنه کابل کې يو توغندی ولګېد.

له پلازمېنې کابله ور هاخوا له ټول ټال 17 ولايتونو او 38 ولسواليو څخه د تاوتريخوالي ، وسلوالو شخړو او جګړو راپورونه ورکړل شول چې زور يې په شمال او سوېل لوېديځ کې و .

په هرات کې 30 پېښې و شوې چې په دې توګه د ټاکنو په ورځ د زياتو پېښو شاهد و. په کندهار کې لويه پېښه د والي پر موټر بريد و چې دی ترې روغ ووت .

د ټاکنو کمېسيون وايي چې د ټاکنو په بهير کې 21 رايه ورکوونکي وژل شوي او 46 تنه ټپيان شوي دي .

د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل تېره ورځ د رای ورکولو پر مرکزونو باندې 93 بريدونه شوي دي : نوموړي وويل چې د نا امنۍ په پايله کې د دوی درې کارکوونکي وژل شوي دي:

''په خواشينۍ سره چې يو غمجنوونکی خبر لرم ، تېره ورځ زموږ درې تنه کارکوونکي چې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې تښتول شوي ول نن يې درې وړاه شهيدان کړي او جسدونه يې موندل شوي دي .

Image caption د شنبې د ورځې د ټاکنو پرمهال وسله والو طالبانو د ټاکنو پر ۱۵۰ مرکزونو بریدونه وکړل.

او بل راپور چې موږ ته رسېدلی دی د کمېسيون 13 کارکوونکي د دندو پر مهال په کونړ، ننګرهار، نورستان ، پکتيا، غزني ، کاپيسا، ميدان وردګو او تخار کې ټپيان شوي دي . ''

ناټو هم نن د خپلو دريو سرتېرو د وژنې خبر ورکړ چې له ټاکنو سره په تړلو نا امنيو کې وژل شوي ول . پر دې سربېره د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ ويلي ول چې د ټاکنو پر ورځ درې پوليس او يو د ملي پوځ سرتېری وژل شوی او 13 پوليس او 26 تنه دملي پوځي سرتېري ټپيان شوي ول .

د ټاکنو د ورځې په اوږدو کې د مخالفينو د مرګ ژوبلې خبرونه هم خپاره شول چې د چارواکو په وينا لږ تر لږه پېنځوس تنه وژل شوي ول.

د بريدونو د کموالي او د امنيت د ټينګښت په اړه خلک وېشلي دي. دولتي چارواکي وايي د دوی امنيتي پلان او چمتوالي د بريدونه مخه نيولې ده خو ځنې کارپوهان وايي چې د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله دا ځل د رای ورکولو ډېر مرکزونه تړلي ول ځکه نو د پېښو ګراف هم راټيټ و.

تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال 6210 مرکزونه پرانستي ول. خو د ټاکنو کمېسيون وايي د شنبې د ورځې په ټاکنو کې 5355 مرکزونه پرانستي ول 304 تړلي او 150 نور نامعلوم دي چې پرانستي ول او که تړلي .

خو له دې ټولو سره سره د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر ټاکنې بريالۍ بولي او وايي افغانانو وکولای شول چې د لومړي ځل لپاره پخپله د ټاکنو امنيت په يواځي سر وساتي :

''ددغو ټاکنو توپير له تېرو دريو ټاکنو سره داو چې په دغو ټاکنو کې له دې سره سره چې امنيتي ګواښونه خورا زيات ول او زياتې هڅې وشوې چې خلک رای ورکولو ته پرې نښودل شي، خو تر نن ورځې پورې په ډېرو امنيتي پېښو کې د بهرنيو ځواکونو مداخلې ته اړتيا ونه ليدل شوه. ''

Image caption د ټاکنو پر ورځ د نړیوالو ځواکونو په ګډون لسګونه زره پوځيان د امنیت د ټينګښت لپاره ګمارل شوي ول.

خو په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي سټېفن دي مسيتورا وايي تر اوسه به وختي وي چې د ټاکنو د برياليتوب په اړه څه وويل شي.

له دې سره همهاله د افغانستان د فاع وزارت له تېرو دريو مياشتو راهيسې له ټاکنو سره د تړلو پېښو په ترڅ کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېرې په ډاګه کړې دي .

دفاع وزارت وايي د ټاکنو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې د ملي پوځ 267 وژل شوي 950 نور ټپيان شوي دي .

خو په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو يو وياند وايي د اوسنيو ټاکنو امنيتي پېښۍ د ولسمشرۍ له هغو سره برابرې وې .

نوموړي ويلي د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د نا امنۍ 445 پېښې او د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال 479 پېښې شوې وې .

ورته مطالب