معنوي: د ۲۲ ولایتونو شمېرل شوې رایې مرکزونو ته رسېدلې

رایې
Image caption د ټاکنو چارواکي وايي چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به په راتلونکو دوو اونيو کې په ډاگه شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې په 22 ولايتونو کې رايي شمېرل شوي او په ولايتونو کې ځانگړو مرکزونو ته رسيدلي دي.

د دغه کميسيون چارواکي وايي چې په گڼو ولايتونو کې راى شمېرنه روانه ده او په څو راتلونکو ورځو کې به له ولايتي مرکزونو نه پلازمېنې کابل ته ورسېږي.

د دغو چارواکو خبره ده چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به په راتلونکو دوو اوونيو او وروستۍ هغه به يې په څه د پاسه يوې مياشت کې په ډاگه شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د رايو شمېرنه له څه ځنډ پرته يرون مازيگر پيل شوې او د شپې تر ناوخته پورې روانه وه، د دغه کميسيون د چارواکو په وينا د ډيرو ولايتونو د راى شميرنې چارې بشپږې شوي او راى پاڼې يې ولايتي مرکزونو ته رسيدلي دي.

د کميسيون مشر فضل احمد معنوي په يوې خبري ناسته کې وويل چې تر نن مازيگره د 11 ولايتونو شاوخوا 50 سلنه رايې شميرل شوي او د نورو ولايتونو راى شميرنه هم په چټکۍ سره روانه ده :

'' په 22 ولايتونو کې شميرنې بشپړې شويدي ، د پايلو پاڼې په ځانگړخوندي کڅوړو کې ولايتي مرکزونو ته استول شويدي او کميسيون ته د ليږديدو په حال کې دي، د افغانستان په 11 ولايتونو کې راى شمېرنې له 50 نه واخله بيا تر 99 فيصدو پورې بشپږې شوي ، خو له بده مرغه د يوه ولايت په اړه موږ ته مالومات نه دي رسيدلي چې هلته شميرنې په کومه کچه کې دي.''

ښاغلي معنوي وويل چې تر نن مازيگره پورې يوازې د افغانستان د خنيځ ولايت نورستان نه د رايو د شميرنې برخليک نه دي حوت شوى.

Image caption د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي چې په گڼو ولايتونو کې راى شمېرنه روانه ده.

د افغانستان د ټاکنيزو د تگلارې له مخې کله چې د رايو سيمه ييزې شميرنې بشپړې شي نو شمېرل شوې رایپاڼې ولايتي مرکزونو ته استول کېږي، خو لا هم دا نه ده مالومه چې په ټول افغانستان کې به د کاريدلو رايو شمېرنه څه وخت بشپړه شي، خو د ټاکنو د کميسيون چارواکي وايي چې د دغه پړاو له بشپړېدو وروسته به له ولايتي مرکزونو نه پايلې کابل ته ورسېږي.

دغه چارواکي وايي چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به په راتلونکو دوو اونيو کې په ډاگه شي ، خو دا هم وايي چې وروستى پايلې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون تر ارزولو وروسته په داگه کيږي چې ښايي دغه بهير تر يوې مياشتې زيات وخت واخلي.

ورته مطالب