فیفا: په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې

فيفا
Image caption د فيفا مشر نادر نادري وايي په دغو انتخاباتو کې ډېری سرغړونې او درغلۍ د زورواکانو او د هغوی د پلويانو له لوري شوي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنياد فيفا وايي د دوی د لومړنيو راپورونو پر بنسټ د سپتمبر د ۱۸ په پارلماني ټاکنو کې په پراخه کچه سرغړونې او درغلۍ شوي دي.

د يوه کس له لوري څو ځله رايه ورکول، په خلکو په زور رايه اچول، د کورنۍ د غړو په استازيتوب د رايو کارول او د رايو د صندقونو ډکول د فيفا له لوري سرغړونې او درغلۍ بلل شوي دي.

دوی له افغان ولسمشر حامد کرزي نه وغوښتل چې د درغليو او سرغړونو د څېړلو په برخه کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ملاتړ وکړي او دغه راز قانون ته د سرغړونکو د را کاږلو امر وکړي.

په همدې مهال د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي د پارلماني ټاکنو له پېله تر اوسه يې اووه سوه ليکلي او شاوخوا ۱۵۰۰ ټيلفوني شکايتونه تر لاسه کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار اداره فيفا وايي د سپټمبر د اتلسمې پارلماني ټاکنو نه يې ۷۰۰۰ څارونکو د کابو ۶۰ سلنې رای ورکولو د مرکزونو څارنه کړې.

فيفا وايي د پارلماني ټاکنو په درشل کې يې د سرغړونو، درغليو او ګواښونو شاوخوا ۲۰۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

ډېری سرغړونې او شکايتونه د تخنيکي ستونزو، د يوه کس له لوري د څو ځلي رايې ورکولو ، د جعلي کارتونو د کارولو او د صندقونو د ډکولو په اړه دي.

د فيفا مشر نادر نادري وايي په دغو انتخاباتو کې ډېری سرغړونې او درغلۍ د زورواکانو او د هغوی د پلويانو له لوري شوي دي:

'' په درست هېواد کې د تهديد او درغليو ډيری پېښې د هغو کسانو له لوري شوي چې اوس هم له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاو لري او يا هم پخپله د همداسې ډلو قومندانان دي. دوی ځواکمن او زور کسان دي چې په تېر او اوس وخت کې د خلکو د وېرولو او تهديدولو خوی لري. دا ځل يې هم له دې فرصت نه په ګټه اخېستو، متاسفانه هڅه کړې چې د خلکو په رايو کې لاسوهنه وکړي.''

ښاغلي نادري له افغان حکومت نه وغوښتل چې د سپټمبر د اتلمسې پارلماني ټاکنو کې د سرغړونو او درغليو د سپيناوي په برخه کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ننګه وکړي او د قانوني چلند لپاره دې د سرغړونکو د نيولو امر وکړي.

فيفا دغه راز وايي پرته د وسله والو طالبانو له ګواښونو د انتخاباتو د کمېسيون د کارکوونکو د غېر مسلکيتوب او فني ستونزو انتخابات اغېزمن کړي دي.

په ټول افغانستان کې د نژدې ۱۵۰۰ مزکزونو بند پاتې کېدل او د رنګ پاکېدل نورې هغه ستونزې دي چې فيفا يې په ټاکنو کې اغېزمنې بولي.

Image caption د افغانستان د پارلماني ټاکنو وروستۍ پاېلې به د راتلونکې مياشتې اکتوبر پر ۳۱ اعلان شي او د شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي په سم ډول د شکايتونو د ارزولو په موخه يې د پاېلو اعلان ته دغه نېټه ټاکلې ده.

په همدې مهال د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي د پارلماني ټاکنو له پېله تر اوسه يې اووه سوه ليکلي او شاوخوا ۱۵۰۰ ټيلفوني شکايتونه تر لاسه کړي دي.

د دغه کمېسيون وياند او غړۍ احمد ضياء رفعت وايي ور رسېدلي ټول شکايتونه به په دريو ډلو ويشي او تر کره کېدو وروسته به يې ارزونه پېلوي:

''د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لومړی ور رسېدلي شکايتونه په دريو برخو وېشي. لومړۍ هغه شکايتونه څېړي چې کولی په يوه محل کې د رايو په پايلو ژور اغېز وکړي. په دويم پړاو کې هغه شکايتونه ارزول کېږي چې سرغړونه او درغلي شمېرل کېږي، خو د رايو په پاېلو اغېز نه کوي او دريم هغه شکايتونه څېړل کيږي چې په پايلو بلکل اغېز ونه لري.''

د افغانستان د پارلماني ټاکنو وروستۍ پاېلې به د راتلونکې مياشتې اکتوبر پر ۳۱ اعلان شي او د شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي په سم ډول د شکايتونو د ارزولو په موخه يې د پاېلو اعلان ته دغه نېټه ټاکلې ده.

ورته مطالب