برتانیايي ځواکونه له سنګین ولسوالۍ وځي

د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.
Image caption د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.

برتانیايي ځواکونه د هلمند له سنګين ولسوالۍ څخه وځي چې ځای به يې امريکايي سمندري ځواکونه ونيسي.

په سنګين ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي دي چې د تېرو نهو کلنو کې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټولو وژل شويو برتانيايي سرتېرو نژدې درېيمه برخه کېږي.

په ټوله کې له ۲۰۰۱ راپدېخوا په افغانستان کې د وژل شوو برتانيايي سرتېرو شمېر ۳۳۷ ته رسېدلې دی.

په عراق کې وژل شوي برتانوي سرتېري

لندن چې ددغه کال په لومړيو کې امريکايي ځواکونو ته د سنګين د سپارلو اعلان کړی و اوس وايي چې د دوی دغه سرتېري به د هملند د شمال په بله سيمه کې ځای پر ځای شي.

د برتانیا د دفاع وزرات ویاند جنرال ګورډن مسنجر ، چې وړاندې په هلمند کې د برتانوي ځوکونو قومندان و، ويلي له سنګین نه وتل هلته د ماتې په مانا نه دي.

نوموړي د بي بي سي له رادیو ۴ سره په مرکه کې ويلي: ''د جګړې په ډګر کې داسې نه ښکاري..... هلته يوازې برتانوي ځواکونه د امریکا سمندري ځواکونو ته واک سپاري.''

د برتانیا دفاع وزیر لیام فاکس په تېر جولای کې اعلان وکړ، چې سرتېري به یې له سنګین نه وځي او ځای به یې امریکايي ځواکونه نیسي.

ډاکټر فاکس د برتانیا پارلمان ته په وینا کې ویلي وو، چې "په سنګین کې برتانوي سرتېرو ښه پرمختګ کړی دی، خو ښايي چې په نژدې راتلونکې کې د هلمند شمالي او جنوبي سيمې امریکايي عسکرو ته پرېږدي."

په تېره جون میاشت کې برتانوي ځواکونو په هلمند کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) مشري يوه امريکايي جنرال ريچرډ ميلز ته وسپارله.

ښايي دا به په افغانستان کې د امریکا د جګړه ييزې تګلارې د بدلون په ترڅ کې یو نوښت وي، چې له ځينو سیمو بهرني پوځيان وباسي او پر ځای یې امریکايي عسکر مېشتوي.

Image caption په سنګين ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي دي چې د تېرو نهو کلنو کې په ترڅ کې په افغانستان کې د ټولو وژل شويو برتانيايي سرتېرو نژدې درېيمه برخه کېږي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او برتانوي ځواکونو ترمنځ په تېرو څو کلونو کې سختې خونړۍ نښتې وشوې.

سنګین ولسوالۍ ته به ۲۰۰۶ کال کې برتانيايي سرتېري ننوتل.

په کابل کې د بي بي سي خبریال ين پنل وايي، که څه هم له سنګین ولسوالۍ نه د برتانيايي سرتېرو د وتلو لړۍ رسماً پیل شوې ده، خو په سنګین کې د برتانیا شاوخوا ۴۰ کوماندو سرتېري پاتې کېږي، چې د وتلو لړۍ به یې څو اوونۍ وخت واخلي.

سنګين د طالبانو لپاره د اکمالاتو د رسېدو حياتي لاره ده چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.

ورته مطالب