کرزی: مخالفان دې له ورانۍ او ورور وژنې لاس واخلي

حامد کرزی
Image caption حامد کرزي په هېواد او نړۍ کې د تل پاتې سولې لپاره هیله مندي ښوولې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې د نړیوالې ورځې په رارسېدو سره په افغانستان کې د دولت له مخالفانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي ولسمشر حامد کرزي پر مخالفانو غږ کړی، چې د سولې له جوړېدونکې عالي شورا سره یوځای شي:

''له هغو کسانو څخه چې لا تر اوسه یې د افغانستان او په دغه هېواد کې د سولې د ټينګښت پرخلاف وسله په لاس کې نیولې ده، غواړم چې د سولې له نړیوالې ورځې څخه په ګټې اخیستنې او د سولې له عالي شورا سره د اړیکې د ټينګښت له لارې دې د خپل هېواد له ورانۍ او ورور وژنې څخه لاس واخلي او خپلو ځورېلو خلکو ته دې د امنیت په ټينګښت کې برخه واخلي.''

نن د سپتمبر ۲۱ د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

پر همدې مهال افغان چارواکو یو ځل بیا په دغه هیواد کې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې په دې ورځ له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د دې ترڅنګ په پام کې ده چې د سولې ورځ په افغانستان کې د ورزشي لوبو په ترسره کولو، هنري کنسرتونو، د نندارتونونو په جوړولو او داسې نورو پروګرامونو ولمانځل شي.

د سولې نړیواله ورځ هر کال د سپتمبر پر ۲۱ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

Image caption تېر کال یونما په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي ول، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

خو په افغانستان له دې ورځ د لمانځلو بڼه ښایي له نورو هېوادونو څه ناڅه بدله وي، ځکه چې افغانستان جګړې ځپلې او جنګ جګړه لا هم په دغه هېواد کې روانه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي غواړي له دغې موقع نه په ګټه اخیستو له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونسف سره په ګډه هغه په زرګونو ماشومان چې د دغه هیواد په نا امنو سیمو کې ژوند کوي او دګوزڼ ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي، واکسین کړي.

د وزارت ویاند غلام سخي کارګر نوراوغلي وایي: په افغانستان کې له ښکیلو غاړو یې غوښتنه دا ده چې په دې ورځ له تاوتریخوالي ډډه وکړي او روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې ماشومان په دغو سیمو کې واکسین کړي:

''موږ له دې موقع نه په ګته اخیستو، چې د سولې نړیواله ورځ ده او له نیکه مرغه په افغانستان کې هم لمانځل کیږي په افغانستان کې له ښکیلو غاړو غواړو چې په دې ورځ کوم وسله وال برید ونه لري. د سولې نړیوالې ورځې نه به ګټه اخیستو زموږ روغتیایي کارکونکي کولی شی چې نا امنو سیمو ته چې تر دې وړاندې د واکسین تر پوښښ لاندې نه دي راغلي، ورشي او ماشومان د ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسن کړي.''

د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ۱۳ پیښې ثبت شوې چې چارواکي وایي ګڼ شمیر یې په نا امنو سویلي ولایتونو او یوه پیښه یې هم د دغه هېواد په شمالي سیمو کې ثبت شوې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر وایي، د سولې په ورځ د یو لړ ورزشي لوبو په ترسره کولو غواړي نړیوالو ته د سولې پیغام ور ورسوي.

ځینې مدني ټولنې هم غواړي نن په پلازمېنه کابل کې د یو لړ نندارو او لوبو په ترسره کولو دغه ورځ ولمانځي، دغه ټولنې هم د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو نه غواړي چې په دې ورځ له تاوتریخوالي نه ډډه وکړي.

خو په تېرو کلونو کې په ورته ورځ کې هم د تاوتریخوالي یو شمیر پیښې رامنځ ته شوې او ځینو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما او ځینې مدني ټولنو لا اوونۍ وړاندې په دې اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي او ځینې نندارتونونه یې هم جوړ کړي دي.

ورته مطالب