د چورلکې د رالوېدو له امله ۹ امریکايي عسکر وژل شوي

چورلکه
Image caption تېره ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یوه هم یوه چورلکه راغورځېدلې وه.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په جنوب کې یې یوه چورلکه رالوېدلې، چې له امله یې نهه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د کندهار له هوايي ډګر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چورلکه نن سهار 'سه شنبه، د سپتمبر ۲۱مه'

د زابل ولایت په 'دای چوپان' ولسوالۍ کې رالوېدلې ده، چې نهه امريکايي پوځيان پکې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په پېښه کې د یوه افغان سرتېري په ګډون درې نور امریکايان ټپيان شوي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو هم پېښه تایید کړې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودلی.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه د چورلکې رالوېدل تايید کړي او وايي چې ''دا چورلکه د زابل په ده چوپان ولسوالۍ کې د تخنيکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده.''

ایساف ویلي چې د څرخکې د رالوېدو په اړه پلټنې پيل شوې.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته وویل چورلکه د دوی ملګرو راغورځولې، چې په وینا یې پکې سپاره ټول امریکايي عسکر وژل شوي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې اوس هم له چورلکې لوګۍ پورته کېږي.

خو ایساف وايي داسې نښې نښانې نشته، چې ګني دا چورلکه د دښمن په ډزو رالوېدلې وي.

نړیوال ځواکونه وايي د چورلکې د رالوېدو په اړه یې پلټنه پيل کړې ده.

له دې سره د روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهیسې په افغانستان کې ۵۲۹ بهرني پوځيان وژل شوي، چې تېر ۲۰۰۹ کال تر اکتوبر پورې ۵۲۱ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي ول.

Image caption له دې سره د روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهیسې په افغانستان کې ۵۲۹ بهرني پوځيان وژل شوي، چې تېر ۲۰۰۹ کال تر اکتوبر پورې ۵۲۱ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي ول.

تېره ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یوه هم یوه چورلکه راغورځېدلې وه.

د دغه ولایت امنيتي چارواکو ويلي وو چې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پيلوټه الوتکه په محمد اغې ولسوالۍ کې سهار مهال د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده.

خو وسله والو طالبانو ادعا کړې ، چې دا الوتکه دوی راغورځولې او پکې سپاره کسان وژل شوي دي.

خو د نوموړي دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

ورته مطالب