کمیسیون: د ټاکنو تر وروستیو پایلو شکایتونه اورېدل کېږي

تېرې پارلماني ټاکنې
Image caption په پام کې ده چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې او وروستۍ پايلې به يې د شکايتونو له ارزونې وروسته داکټوبر په اخر کې اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي تر برايي ماښامه ورته د ټاکنو په تړاو څه باندې دوه زره زيات شکايتونه رسېدلي دي .

ډېری نوماندان او يو شمېر رايه ورکوونکي او د ټاکنو څارونکي بنسټونه ادعا کوي چې د سپتمبر د ۱۸ په ټاکنو کې پراخې درغلۍ او لاسوهنې شوې دي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه شکايتونه زياتېږي .

ډېری نوماندان په دې باور دي چې په ټاکنو کې د ګډوډيو، سرغړونو، درغليو او لاسوهنو لپاره د ټاکنو دکمېسيون له لوري غوره شوې لارې چارې عملي نه وې نو ځکه درغلۍ او لاسوهنې ډېرې وې .

د ټاکنو د قانون پر بنسټ هغه نوماندان يا رايه ورکوونکي چې د ټاکنو په اړه شکايت ولري بايد تر ټاکنو وروسته په 72 ساعتونو کې د ننه د ننه يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته وسپاري.

خو نن (چهارشنبه) د ټاکنیزو د شکایتونو د اورېدا کمیسیون ویاند احمد ضياء رفعت خبریالانو ته وویل ''له بده مرغه ځينو رسنیو د شکایتونو د اورېدو د وخت پای ته رسېدو خبر ورکړی و، چې دا ناسمه خبره ده، بلکې هرڅوک کولی شي، چې د ټاکنو په اړه د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اورېدو پوري خپل شکایتونه کمیسیون ته وړاندې کړي.''

دغه دوه اويا ساعته تېر ماښام پوره شول او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نور د چا شکايت نه اخلي.

د غه کمېسيون وايي په ياده شوې موده کې ورته څه باندې دوه زره شکايتونه رسېدلي دي .

د کمېسيون يوه غړي شاه سلطان عاکفي بي بي سي ته وويل شکايتونه پر دريو ډلو وېشل کېږي چې لومړۍ ډله شکايتونه کولای شي د ټاکنو په مرکزونو کې د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي:

''تر دې شېبې پورې زموږ له کمیسیون سره له ټول افغانستان څخه ۲۰۶۴ شکایتونه رسماً راجستر شوي دي، دا شکایتونه به پر درو کتګوریو وېشل کېږي، یو هغه دي که چېرې ثابت شي، د ټاکنو پر پایلو به اغېز ولري او دویم هغه دي چې شکایتونه به مهم وي خو نتایج نه شي بدلولی، او درېیم ډول هغه کمزوري شکایتونه دي چې اسناد او مدارک ورسره نه شته چې تثبیت دې کړای شي.''

اوس ډېر نوماندان شکايت کوي او رايه ورکوونکي وېره لري چې د دوی شکايتونه به سم وا نه رزول شي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ټينګار کوي چې شکايتونه په بې پرې او رڼه ډول ارزول کېږي .

Image caption د ولسي جرګې ټاکنې د شنبې پر ورځ وشوې چې شاوخوا ۲۵۰۰ نوماندان پکې ولاړ ول او شاوخوا څلور ميليونه کسانو پکې خپلې رايې وکارولې .

ددغه کمېسيون مشر وايي د شکايتونو د ارزونې پايلې به د اکټوبر په اخر کې د ټاکنو کمېسيون ته وسپارل شي .

د ولسي جرګې ټاکنې د شنبې پر ورځ وشوې چې شاوخوا ۲۵۰۰ نوماندان پکې ولاړ ول او شاوخوا څلور ميليونه کسانو پکې خپلې رايې وکارولې .

په پام کې ده چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې او وروستۍ پايلې به يې د شکايتونو له ارزونې وروسته داکټوبر په اخر کې اعلان شي .

ورته مطالب