کرزی: د ټاکنو په تړاو هېڅ کورنی یا بهرنی فشار مه منئ

حامد کرزي
Image caption حامد کرزي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په یوه ګډه ناسته کې دا څرګندونې کړې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي د پارلماني ټاکنو په تړاو یې تر اوسه څه باندې ۲۵۰۰ شکاتیونه ترلاسه کړي دي.

خو چارواکي وایي ډیرۍ شکایتونه داسې دي چې د ټاکنو مشروعیت له پوښتنې سره نه مخامخوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د تیرې شنبې ورځې پارلماني ټاکنو په تړاو یې د دغه هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو نه شکایتونه ترلاسه کړي خو ډیرۍ یې د کابل، هرات، بدخشان، بلخ او ننګرهار له ولایته ورسیدلي دي.

د کمیسیون مشر مراد شریفي وایي تراوسه یې څه باندې 2500 بیلابیل شکایتونه ترلاسه کړي دي.

خو چارواکي وایي د هر ساعت په تېرېدو د دغو شکایتونو شمېر زیاتېږي.

چارواکي وایي، شکایتونه په دري برخو کې څیړي، لومړی هغه شکایتونه چې ښایي د یوې ځانګړې سیمې پایلې اغیزمنې کړي، دوهم هغه شکایتونه چې که ریښتینوالی یې ثابت هم شي نو د ټاکنو پر پایلو څه اغیز نه لري او دریمه برخه هغه شکایتونه چې کافي اسناد او مدارک یې په اړه نشته.

خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر ښاغلی شریفي د دغو شکایتونو په هر اړخیزه توګه له څیړلو ډاډ ورکوي.

پر همدې مهال افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو له دواړو کمیسیونو ته سپارښتنه کړې چې د پارلماني ټاکنو په تړاو هیڅ ډول کورني او بهرني فشار ته غاړه کینږدي.

بل لوری د تغییر او امید په نامه د ولسمشر کرزي د مخالف سیاسي ایتلاف مشر عبدالله عبدالله په پارلماني ټاکنو کې له ټاکنیزو سرغړونو اندیښنه ښودلې او ویې ویل چې د شنبې په ورځ پارلماني ټاکنو کې هم د تیر کال د ولسمشریزو ټاکنو تیروتنې یوځلې بیا تکرار شوې دي:

Image caption حامد کرزي د ټاکنو پر ورځ د امنیت د ټينګښت په تړاو افغان امنيتي ځواکونه ستایلي دي.

''د افغانستان له پارلماني ټاکنو څو ورځې تیریږي خو له هغه څه چې تیر شوي او څه چې تیریږي تت انځور لرو. هغه تیروتنې او په هغو بڼو چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې شوې وې د افغانستان په ډیرو برخو کې هغه یوځلې بیا تکرار شوې.''

د ټاکنو شکایتونو کمیسیون ټینګار کوي چې دغو ټولو اندیښنو او شکایتونو ته ځواب ووایي.

اوس د کاندیدانو په ګډون د عادي افغانانو او همدا راز نړیوالو سترګې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون ته دي چې شکایتونه څومره شفافیت سره وڅیړي.

ورته مطالب