په هرات کې د اوبو کانالونه جوړېږي

هرات
Image caption چارواکي وايي ددغو کانالونو له جوړېدو سره به له يوې خوا د اوبو د ضايع کېدو مخنيوی وشي او له بلې خوا به ډېرې سيمې خړوبې کړي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي د غور، بادغيس او هرات لپاره يې د سترو پروژو يوه لړۍ پيل کړې ده .

په دغو پروژو کې به د دريابونو د دواړو غاړو د استحکام دېوالونه، د اوبو د زېرمه کولو بندونه او دغه راز د اوبو لپاره د اوږدو کانالونو جوړول راځي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمد اسماعيل وايي د همدې پروګرام له مخې اوس تازه د هرات په ځينو ولسواليو کې د اوبو د څو اوږدو کانالونو د جوړولو لومړنۍ چارې پيل شوې دي: (( په دې کې د لويو کانالونو او ورسره هم مهاله د دريابونو سروې ګانې راځي.

موږ د اوس لپاره د څلورو سترو کانالونو د جوړولو پر طرحه کار کوو چې، د جوی نو کانال او دغه راز د کهسان زنده جان او غوريان ولسواليو کانالونه دي ، ښايي تر دوو مياشتو د دې دريو ولسواليو د کانالونو د جوړولو تړون لاس ليک شي. ))

د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزير وايي تردې وړاندې د شل کيلومتره په اوږدوالي د جوی نو کانال د جوړولو تړون لاسليک شوی چې څه د پاسه اته ميليونه ډالره لګښت غواړي او ټول به د اسيا پرمختيايي بانک ورکړي.

د اوبو او برېښنا سرپرست وزير محمد اسماعيل وايي تر راتلونکو پېنځو کلونو پورې به په ټول افغانستان کې ٣١٠٠ د اوبو نور کانالونه هم جوړ شي، او په وينا يې دا به د اوبو د ضايع کېدو مخنوی او د کرنې د پراختيا او پرمختګ لپاره ډېره ګټه وکړي: (( په تېرو پېنځو کلونو کې په افغانستان کې د اوبو ١٢٠٠ کانالونه جوړ شوي او په راتلونکو پېنځو کلونو کي به هم ٣١٠٠ نور کانالونه جوړ شي .

په عصري توګه د اوبو د کانالونو په جوړېدو سره به له يوې خوا اوبه د هېواد په کچه تنظيم کړي او له بلې خوا به ټولو هغو ځمکو ته چې يا اوبه نه ورسېدې او يا لږ ورسېدې په کافي کچه او دايمي اوبه ورورسوي. )) دوديز جوړښتونه عبدلله قدير د يوه مشورتي شرکت کارکونکی دی چې د ورته پروژو د ډيزاين په برخه کې فعاليت کوي .

نوموړی وايي د ورته پروژو په ترسره کېدو سره به نه يواځي د اوبو د ضايع کېدو مخنوی او د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شي بلکه په افغانستان کې به د اوبو د تنظيم دوديز جوړښتونه عصري شي.

دده په وينا دا هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ورته ډېره اړتيا شته. افغانستان يو له هغو هېوادو نه څخه دی چې د اوبو پراخې طبيعي زېرمې او سرچينې لري خو د بنسټيزو او عصري امکاناتو د نه درلودلو له کبله ورڅخه په کافي کچه ګټه نشي اخستی .

تمه کېږي د هغو پلانونو په عملي کېدو سره چې اوس افغان دولت د اوبو د تنظيم په برخه کې جوړ کړي د دې زمينه برابره شي چې د غه هېواد له خپلو اوبو څخه سمه او ډېره ګټه واخلي او کرهني او د برېښنا د توليد په برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي.