په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جاپان، افغانستان ته د سولې د ټينګښټ لپاره پيسې ورکړې

افغان حکومت وايي راتلونکې اوونۍ به د سولې د عالي شوری د غړو نوملړ اعلان شي او شوری به خپل کار پېل کړي.

د شوری د دارالانشا مشر او د ولسمشر حامد کرزي سلاکار معصوم ستانکزي هغه ګنګوسي رد کړل چې ګنې د شوری د مشر د ټاکلو پر سر اختلاف موجود دی چې له توسنه يې د شوری د غړو د نومونو په اعلان کې هم ځنډ راغلی دی.

د دغې شوری دنده د وسله والو مخالفينو پخلا کول دي چې لويه برخه يې طالبان او د اسلامي حزب پلويان دي.

پر همدې مهال ښاغلي ستانکزي وويل، جاپان د سولې د بهير له صندق سره پنځوس ميليونه ډالره مرسته کړې چې د سولې د ټېنګښت په برخه کې به ولګېږي.

عبدالله ستانکزي د سولې د عالي شورا د دارالانشا له مشر معصوم ستانکزي سره مرکه کړې او په پېل کې يې ترې پوښتلي چې حکومت دغه ۵۰ ميليونه ډالره په کومو برخو کې لګوي: