ایساف: په لغمان کې مو ۳۰ اورپکي وژلي

لغمان
Image caption ایساف وايي لومړی وسله والو برید پرې وکړ، بیا دوی پر هغوی بمبار ته اړ شول.

په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ مېشتو ایساف ځواکونو ادعا کړې، چې له افغان ځواکونو سره په ګډو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې یې د دغه هېواد په ختيځ کې لږتلږه ۳۰ اورپکي وژلي دي.

ایساف بي بي سي ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، په لغمان ولایت کې یې د شاوخوا ۲۵۰ سرتېرو او افغان ځواکونو په ملتیا هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.

ایساف زیاتوي، لومړی یې له اورپکو سره نښته کړې او بیا یې بمبار پرې کړی دی.

ایساف د بهرنیو سرتېرو او یا ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړی، خو په یوه بله جلا ویناپاڼه کې یې د دوو بهرنیو سرتېرو د وژل کېدو خبر ور کړی دی.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتېرو هویت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی، خو دومره پکې ویل شوي، چې د افغانستان په ختيځ کې په لاس د جوړو شوو بمونو په چاودنو کې وژل شوي.

ایساف وايي چې دا نښته تر اوسه دوام لري.

واشنګټن په افغانستان کې د تاوتریخوالو د پېښو په زیاتېدو سخت اندېښمن دی.

په دغه هېواد کې د سپټمر پر اتلسمې د پارلماني ټاکنو پر ورځ هم تر لسو ډېر کسان ووژل شول.

ورته مطالب