استراليايي عسکر د ولسي وګړو د وژنې په تور محاکمه کېږي

د استراليا د ځانګړو ځواکونو هغه درې کوماندو عسکر محاکمه کېږي، چې تېر کال یې د یو لړ عملیاتو پرمهال په ارزګان ولایت کې شپږ ولسي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي ول.

Image caption له دغو تورنو پوځيانو یې دوو ویلي چې د برید پرمهال یې د خپل ځان د ساتنې سختې هڅې کولې.

د تېر ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ میاشت کې د استراليا ځانګړو ځواکونو په ارزګان ولایت کې د ولسي وګړو د اوسېدو په یوه ځای کې عملیات کړي ول، چې په پایله کې شپږ ولسي وګړي ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

هغه مهال د استرالیا ځانګړو ځواکونو ویلي وو چې ګني هلته د طالبانو یو شکمن قومندان پټ شوی دی.

برید پر یوه بل کور وشو، چې پنځه ماشومان پکې ووژل شول.

پر دغو سرتېرو تور دی، چې هلته یې ولسي وګړي وژلي او د ناسم رپوټ له مخې یې دغه عملیات کړي دي.

لا تر اوسه مالومه نه ده، چې ایا درې واړه پوځيان به له یو شان سزا سره مخامخ شي او که څنګه.

یو بل کس چې لا تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی، له دغو ځانګړو ځواکونو سره په عملیاتو کې شریک و

تر برید يوه ورځ وروسته په خپره شوې اعلامیه کې د استرالیا د دفاع وزارت ويلي وو چې ګني هلته استراليايي ځواکونو "چاڼيز عملیات" کړي، چې له وسلو او لاسي بمونو یې کار پکې اخیستی دی.

داسې تور هم شته، چې دغو پوځيانو د بمبار پرمهال یې پر وسله والو طالبانو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې ولسي وګړي وژل شوي.

تر پلټنو وروسته د استرالیا پوځي څارنوالانو وویل چې دغه کسان د ولسي وګړو په وژنې تورن شوي دي.

له دغو تورنو پوځيانو یې دوو ویلي چې د برید پرمهال یې د خپل ځان د ساتنې سختې هڅې کولې.

استرالیا په افغانستان کې د ۲۰۰ ځانګړو ځواکونو په ګډون ۱۵۰۰ سرتېري لري.

د استرالیا شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې مېشت دي.

ورته مطالب