په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کمیسیون: شاوخوا ۲۰۰۰ جدي شکایتونه رارسېدلي

Image caption د شکايتونو کميسيون وايي کابل د شکايتونو له اړخه په لومړي ، هرات په دويم ، ننگرهار په دريم او ورپسې خوست او لغمان راځي .

په افغانستان کې د ټاکنو په اړه د شکايتونو د ارزونې کميسيون وايي نژدې ۲۰۰۰ جدي شکايتونه ور رسېدلي چې کېدى شي په خپلو سيمو کې د ټاکنو پايلې بدلې کړي.

په ټوله کې د رايې ورکولو په ورځ د شويو سرغړونو او درغليو په اړه شاوخوا ۳۵۰۰ شکايتونه شوي دي.

د شکايتونو کميسيون وايي کابل د شکايتونو له اړخه په لومړي ، هرات په دويم ، ننگرهار په دريم او ورپسې خوست او لغمان راځي .

په کابل کې زموږ همکار عبدالمالک عاصم د شکايتونو د ارزونې د کميسيون له غړي شاه سلطان عاکفي سره غږېدلى.