کرزی: د خصوصي امنیتي شرکتونو د ړنګولو ګډ کار وکړﺉ

ښاغلی کرزی
Image caption د ښاغلي کرزي له پرېکړې سره سم به په دغه هېواد کې ټول 52 امنيتي شرکتونه چې 25 يې کورني او 27 نور يې بهرني دي وتړل شي.

ولسمشر حامد کرزي په ارگ کې د لوړې کچې د يوې غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د نا امنۍ مخه ونيسي .

په دغه غونډه کې سر بيره پر ولسمشر ځينو لوړپوړو افغان چارواکو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان ډويډ پيټرياس او په کابل کې د متحدو ايالتونو سفير برخه اخستې وه.

ولسمشر حامد کرزي د ارگ ددغې لوړ کچې غونډې په ترڅ کې دوه حساسې ستونزې راپورته کړي او د هغې د هوارولو په موخه يې په ټينگار سره اړوندو چارواکو ته سپارښتنې کړې دي.

ولسمشر حامد کرزي ته داسې راپورونه وړاندې شوي دي چې گواکې د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې ځينې نا قانونه وسلوالې ډلې پيدا شوي چې د يادو شويو ولايتونو د ځينو سيمو امنيت يې له گواښ سره مامخ کړى دى.

ولسمشر حامد کرزي په دې اړه امنيتي سرچينو ته سپارښتنه کړې ده،چې ددغو نا قانونه ډلو شتون ژر تر ژره وڅېړي او که دغه راز ډلي وي نو هغه دې ډير ژر خلع سلاح کړي.

همدار راز د ارگ د خبر پاڼې له مخه ولسمشر حامد کرزي په يو ځل بيا او په ټينگه سره د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د خصوصي امنيتي شرکتونو د ړنگولو کار په پوره ځواک سره روان وساتي.

د يادو شويو کمپنيو د ړنگولو سپارښتنه ولسمشر حامد کرزي شاوخوا يوه مياشت وړاندې کړې وه،چې اوس بيا پرې ټينگار کوي.

Image caption په افغانستان کې ټول 52 امنيتي شرکتونه دي چې 25 يې کورني او 27 نور يې بهرني دي.

په افغانستان کې امنيتي شرکتونه يوه نانديزه مسله ده چې ولسمشر کرزی او ځينې عام وګړي ورته د امنيت د خرابوونکو په سترګه ګوري .

د ښاغلي کرزي له پرېکړې سره سم به په دغه هېواد کې ټول 52 امنيتي شرکتونه چې 25 يې کورني او 27 نور يې بهرني دي وتړل شي.

دځينو شمېرو له مخې په دغو شرکتونو کې له دېرشو تر څلوېښتو زرو کسان کار کوي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه تېروي، او همدا راز سفارتونه، موسسې او ځينې بهرنۍ ادارې ساتي .

له ارگه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په دغه غونډه کې په دغه غونډه کې غونډه کې سربېره پر ولسمشر د افغان ولسمشر دواړو مرستيالانو، ستر وزير هدايت امين ارسلا، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت سلاکار، د ملي امنيت لوى ريس، د سميزو ارگانونو او د چارو د ادارې مشرانو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېياس او په کابل کې د امريکې سفير کارل اېکنبيري برخه اخستې وه.

ورته مطالب