د ارزګان زده کوونکي مسلکي ښوونکي غواړي

په ارزګان کې زده کوونکې
Image caption ارزګان ولایت تر ۱۳۰۰ ډېر ښوونکي لري چې یوازې ۲۰۰ يې مسلکي دي او پاتې نور ټول قراردادیان دي چې زیاتره یې تر ۱۲ ټولګي پورې هم زده کړې نه لري.

د ازګان ولایت یوشمېرزده کوونکي په دغه ولایت کې د مسلکي ښوونکو له نشتوالي سرټکوي.

دوی وايي چې په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتون ورته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

ملاجانان د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې اوس مهال په ترینکوټ کې ژوند کوي.

نوموړی وايي د چورې ولسوالۍ پرتله یې بچیانو ته په ترینکوټ کې ښه سبق ویل کېږي:

''درې زامن لرم، څلورکاله مې کېږي چې له چورې نه راغلی یم، والله که د چورې د شیلو په شان درس دلته زمازامنو ته ویل شوی وي. څلورکاله مې د زامنو کیږي چې دلته درس واي، یو زوی مې رقعه لانشي لیکلای درسي مواد نشته هره ورځ بابکه کتابچه رانیسه اوقلم راته راوړه بس دغه کیسه ده، درس درک نلري معلمان فکرهېڅ پام نه ورته کوي، بس ځي راځي.''

قدرت الله د ارزګان ولایت د سیدالخان د لیسې د نهم ټولګي زده کوونکی دی، نوموړی وايي هرکال درسي کتابونه نیمګړي پاتې کېږي:

''یو خو شاګردان هم نه راځي بل اسانه کتابونه موخلاصیږي ساینسي کتابونه مو هرکال پرنیمايي پاتې کېږي معلمان مونه وي که وي تکړه نه وي.''

له دغه ولایته هرکال په لسګونو زده کوونکي د هېواد پلازمېنې کابل ته د سبق لپاره ځي او هلته د رحمن بابا او خوشال خان بابا په څېر په لیلیله لېسو کې درس وايي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی دین محمد وايي خپل دوه وروڼه یې کابل ته د درس لپاره لیږلي دي؛ دا ځکه چې په ترینکوټ کې درسونه نشته:

''والله دوه وروڼه مې سږکال ولېږل په دې خاطر چې دا یې اووم کال دی او یوه رقعه هم نشي لیکلی، خامخا د ښوونکو کمزوري وه، نو په همدې خاطرمو کابل ته ولېږل چې یو شی زده کړي، که نه مصرف یې هم په کابل کې ډېردی، د میاشتې شپږشپږزره افغانۍ ورلېږم.''

هوا او هوس

Image caption د ارزګان د پوهنې ریاست وايي چې زیاتره زده کوونکي پلازمېنې ته د ساتېرۍ لپاره ځي.

خو د ارزګان ولایت د پوهنې د ریاست یوه چارواکي چې د نامه له اخیستو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل : ''ځینې دغه هلکان د هوا او هوس لپاره کابل ته ځي، چې پلرونه یې هم ورباندې پښیمانه دي، دارزګان په شان درس د هېواد په یوه لېسه کی هم نشته، خو یوشمېردغه هلکان بیا د لیرو پرتو ولسوالیو څخه د ناامنۍ له امله تللي دي چې په ولسوالیو کې اوس هم زموږ ډېرشمېرښوونځي د بې امنیتۍ له امله تړلي دي.''

خو د ارزګان ولایت زده کوونکي د چارواکو یاد شوي دلایل نه مني.

د ارزګان یوه زده کوونکي احمد شاه بي بي سي ته وویل:'' سړی چې کور پرېږدي یو مجبوریت به لري، اصلي ساعت تېري اوهوس دلته دی وختي چې معلم نه وي، درسي کتابونه نه وي، یوزده کوونکي به په هغه ښوونځیو کې څه زده کړي؟ هغه کسان چې کابل ته تللي، غواړي چې له ښوونځي فارغ شي په ارزګان کی ښوونځي له شاګرد نه فارغېږي، نه زده کونکي له ښوونځي څخه.''

پرهمدې مهال اوس په دغه ولایت کې اته شخصي مدرسې هم شته، چې د دیني کتابونو ترڅنګ ساینسي مضامین هم زده کوونکو ته تدریسوي.

پلار مې مکتب ته نه پرېږدي

د ارزګان د یوې مدرسې زده کوونکی وايي چې ''پلار مې مکتب ته نه پرېږي، هغه وايي چې مدرسه ورباندې ښه ده، په مکتب کې درس نشته.''

Image caption په ارزګان ولایت کې ۲۶۷ ښوونځي شته، چې ۵۹ یې د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

دغه زده کوونیک وايي چې دې مدرسې ته د میاشتې ۳۰۰ کلدارې ورکوي.

په ارزګان ولایت کې ۲۶۷ ښوونځي شته، چې ۵۹ یې د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

د چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې ۷۵ زره زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې لس زره یې نجونې او پاتې یې هکلان دي.

ارزګان ولایت تر ۱۳۰۰ ډېر ښوونکي لري چې یوازې ۲۰۰ يې مسلکي دي او پاتې نور ټول قراردادیان دي چې زیاتره یې تر ۱۲ ټولګي پورې هم زده کړې نه لري.