په کندهار کې ځانمرګي درې ولسي وګړي وژلي دي

Image caption کندهار د افغانستان په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دی چې د طالبانو د واک پر مهال د هغوی اصلي مرکز او له هغه را وروسته يې د جګړې پر يوه کلک مورچل بدل کړی دی .

چارواکي وايي نن سهار په کندهار کې شوي ځانمرګي بريد درې ولسي وګړي وژلي او نهه تنه نور يې ټپيان کړي دي .

بريد د کندهار ښار سوېل ختيځ ته د هوايي ډګر پر سړک شوی دی .

د والي وياند زلمی ايوبي وايي يوه ځانمرګي بريد خپل سراچه ډوله موټر هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو کاروان ته نژدې والوزاوه خو هغوی ته يې زيان و نه رساوه.

طالبانو تر اوسه پورې د بريد په اړه څه نه دي ويلي .

دغه بريد داسې مهال کېږي چې بهرنيو ځواکونو له تېرې جمعې راهيسې په کندهار ولايت کې د طالبانو پر ضد د ښامار د ګزار په نوم عمليات پيل کړي دي .

ددغو عملياتو ډېر پام ژېړۍ ولسوالۍ تته دی چې له پيله راهيسې څو تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي .

بهرني ځواکونه وايي د طالبانو مشران ډېر وخت له دغه ځايه د بريدونو پلانونه جوړوي او پر لويو لارو بريدونه کوي.