ولسمشر کرزی بدخشان ته رسېدلی دی

کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزی د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې شمال ختيز ولايت بدخشان ته رسېدلی دی .

چارواکي د ده د سفر موخه د تخار – بدخشان ترمنځ د غځېدلي څه باندې يو نيم سل کېلومتره سړک د کار ارزونه په ګوته کوي.

دغلته د بي بي سي خبريال وايي ښاغلي کرزي په دغه ولايت کې د امنيت په راوستو کې د بدخشانيانو ونډه مهمه وبلله .

نوموړي پر نورو افغانانو غږ کړی چې د امنيت په ټينګښت کې له حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي دوه ورځې مخکې د اته شپېته غړو لرونکې د سولې عالي شورا اعلان کړه .

په دغې شورا کې دوه پخواني ولسمشران حضرت صبغت الله مجددي او برهان الدين او ګڼ شمېر پخواني جهادي مشران، د طالبانو د حکومت څو غړي ، قومي مشران ، ديني عالمان او څو مېرمنې برخه لري .

دغه شورا دنده لري چې د حکومت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو او روغې جوړې ته لاره هواره کړي .

خو طالبان چې د افغان حکومت د وسلوالو مخالفينو لويه برخه جوړوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره يې ویلي چې د دغې شورا جوړول یوه بې مانا چاره ده، او ګټه یې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ته رسېږي.

طالبان پر دې باور دي، چې امریکا او نور ملګري یې خپله ماتې په دغه راز کړنو پټوي او غواړي چې طالبان په یو ډول له دې غوښتنې راوګرځوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي.

طالبان وايي، هله په دغه هېواد کې سوله شونې ده، چې بهرني ځواکونه ترې ووځي.

همدا راز طالبانو ویلي دي چې په دې شورا کې داسې خلک دي چې په خپله پر سوله باور نه لري او په تېر کې د افغانستان د بربادۍ لامل شوي دي.