پاکستان: د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد شوی دی

Image caption داسې ښکاري چې د ناټو پر ټانکرونو شوي بريدونه د ناټو له لوري د پاکستان د سرحدي ځواکونو د دريو سرتېرو د وژلو په غبرګون کې شوي وي .

د پاکستان په سوېل کې پوليس وايي دغلته اورپکو نژدې دېرش هغه تيلي ټانکرونه سوځولي چې په افغانستان کې يې د ناټو په مشرۍ بهرنيو ځواکونو ته تېل رسول .

پاکستاني پوليس وايي لسګونه بريدګرو د سيند ايالت په شيکرپور سيمه کې د تېلو په يوه پمپ کې پارک شويو ټانکرونو باندې ډزې وکړې.

ځايي چارواکي وايي بريدګرو موټر چلوونکي وېرولي او له هغه وروسته يې ټانکرونو ته اور ورته کړ خو د راپورونه پر بنسټ په بريدونو کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی .

پر ټانکرونو باندې د توغنديو تر لګېدلو وروسته د اور ډېرې سترې لمبې او دودونه پورته شوې .

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته ډېر توکي د پاکستان له سوېلي ښار کراچۍ څخه د ځمکې له لارې رسول کېږي.

په تېر کې هم پردغې لارې باندې پر هغو ګاډو بريدونه شوي ول چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته يې توکي رالېږدول .

خو نوي بريدونه داسې ښکاري چې د پنجشنبې پر ورځ د ناټو ځواکونو د چورلکو په بريدونو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د دريو سرتېرو د وژنې په غبرګون کې شوي وي .

د دغو بريدونو پر ضد په پاکستان کې د لاريونونو پلان هم شته .