ناټو: د پاکستان د لارې بنديدل زموږ پر کار اغېزه نه کوي

سوځېدلي ګاډي
Image caption ناټو وايي که څه هم پاکستان تېره ورځ د دوی د اکمالاتي کاروانونو لاره بنده کړې خو دوی يې په اړه اندېښنه نه لري.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه ددې خبرې د پخلي تر څنگ چې په پاکستان کې يې د توکيو د لېږد پر کاروانو بريدونه شوي ، وايي دغه راز بريدونه افغانستان ته د اکمالاتو د رالېږدولو په برخه کې ستونزه نه شي جوړولاى.

ناټو وايي په پاکستان کې يې د تېلو ٢٦ ټانکرونو ته زيان اوښتى ،چې په وينا يې يوه غميزه ده.

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د عامه اړيکو د برخې مشر گيري کوچنر بي بي سي ته وويل دوى به خپل اړين توکي د افغانستان د سويل او شمال له لارو راولېږدوي.

نوموړي وويل د يوې لارې تړل کېدل به ددوى پر اکمالاتو ناوړه اغېزه ونه کړي: (( موږ اوس له بېلابېلو لارو څخه اکمالېږو،لکه د شمال او سويل لارې، موږ اوس د اکمالاتو له پلوه کومه ستونزه نه لرو او نه يې وړاندوينه کوو.))

د پاکستان پوليسو ويلي چې په هغه هېواد کې تورنو اسلامي توند لارو پر هغه کاروان بريد کړى چې په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو ته يې توکي لېږدول.

د پوليسو وينا ده چې ددغو بريدونو په ترڅ کې د تېلو ٢٧ ټانکرونو ته اور اچول شوى دى.

دا بريد هغه مهال وشول چې ټانکرونه د سند په ايالت کې د بلوچستان صوبې پولې ته څېرمه شکارپور ښار ته نژدې ودرول شوي وو.

ښاغلي کوچنر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د يادې شوې ستونزې په اړه يې د پاکستان له حکومت سره خبرې پيل کړي که نه وويل: (( موږ له خپلو پاکستاني همکارانو سره په پرلپسې ډول اړيکي لرو،نه يوازې په دغه راز ځانگړو حالتونو کې بلکې په دايمي ډول،موږ په دواړو هيوادونو کې دوه کاري ډلې لرو چې په ځانگړي ډول د سرحدي مسايلو په اړه کار کوي،او ستونزو ته حل لارې پيدا کوي،او هر څوک پوهېږي چې د هر هېواد واکمني خوندي ده. ))

ناټو ځواکونه داسې مهال دغه څرگندونې کوي چې پاکستاني چارواکو افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي کاروانونو د لارې د تړلو خبره وکړه.

پاکستان دا گام وروسته تر هغې اخلي چې په وينا يې په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو چورلکو يې د افغانستان پولې ته څېرمه په يوه پرته پوسته بريد وکړ ، درې پاکستاني سرتېري يې ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.

ناټو هم د ياد شوي بريد پخلى کړی خو ويلي يې دي چې بريد يې په پاکستان کې نه بلکې د افغانستان په خاوره کې پر خپلو وسلوالو مخالفانو کړى دى.