جوليا ګيلارډ: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

Image caption د لومړۍ وزيرې په توګه د اغلې ګيلارډ له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د هغې لومړی سفر دی .

د روان ميلادي کال د جون په وروستيو کې د اسټرليا د لومړۍ وزيرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د جوليا ګيلارډ لومړی سفر دی.

نوموړې تېر ماښام له ولسمشر کرزي سره کتلې دي . د اغلې ګيلارډ سفر ظاهرا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پاللو او ټينګښت په برخه کې يو ګټور ګام بلل کېږي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د وياند له دفتره په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي چې د اسټرليا لومړۍ وزيرې په اقتصادي او د بيارغونې په چارو کې له افغانستان سره د خپل هېواد پر مرستو ټینګار کړی او په افغانستان کې يې د اسټرليا د پوځي ماموريت د دوام ژمنه هم تازه کړې ده.

اسټرليا اوسمهال په افغانستان کې څه باندې يو نيم زر پوځيان لري چې ډېر يې په سويلي ولايت روزګان کې مېشت دي.

له 2001 لومړي کاله راهيسې چې اسټرليا په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پيل کړی تراوسه يې ټول ټال 17 سرتېري وژل شوي دي، چې په دې لړ کې يې وروستی هغه نژدې درې مياشتې وړاندې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د ورسېدلو ټپونو له امله مړ شو.

اسټرليا د هغو هېوادونو په کتار کې هم راځي چې زرګونه افغان کډوال پکې اوسېږي. خو همدا څو مياشتې وړاندې دغه هېواد پريکړه وکړه چې له دې وروسته به د کډوال کېدو لپاره د افغانانو غوښتنليکونه نه مني.

د دې ترڅنګ په اسټرليا کې له کډوالۍ سره تړلې د افغانانو ځينې نورې ستونزې هم يادېږي. خو دا لا روښانه نه ده چې ايا ولسمشر حامد کرزي د اسټرليا له لومړۍ وزيرې سره په دې اړه هم خبرې کړې دي او کنه؟