افغانستان ۸ خصوصي امنيتي شرکتونه منحل کړل

.
Image caption دمګړۍ په افغانستان کې ۵۲ امنيتي شرکتونه فعال دي چې 25 يې کورني او ۲۷ نور يې بهرني دي، چې شاوخوا ۲۶ کسان یې په دندو ګمارلي ول.

افغان حکومت د بلک واټر شرکت په ګډون په دغه هېواد کې اته کورني او بهرني خصوصي امنيتي شرکتونه منحل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر وزارت د خصوصي امنيتي شرکتونو په منحلولو بوخت دی، چې په درو پړاوونو کې به بشپړ شي.

نژدې یوه میاشت ولسمشر کرزي اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې وه، چې د خصوصي امنيتي شرکتونو د تړلو چاره پيل کړي.

څو ورځې مخکې ولسمشر کرزي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې دغه شرکتونه له منځه يوسي:

کسان چې په دغو امنيتي شرکتونو کې کار کوي په ښه ډول د ملي پوځ او پوليسو په ليکو کې ننيستل شي.

ولسمشر کرزي دغه راز وويل هېواد يې له افغان امنيتي ځواکونو سره په څنګ کې بل موازي پوځ نه شي زغملای .

د دغه نوي پلان له مخې به لومړى هغه وسلوالې ډلې چې په ولايتونونو کې په موقته توگه تبتې شوې او د لارو د امنيت ساتنې دنده په غاړه لري لغوه کيږي، ورپسې به هغه خصوصي امنيتي کمپنۍ چې د فعاليت جواز لري خو په سرغړونو تورنې دي له منځه وړل کيږي او په دريم او وروستي پړاو کې به ټول خصوصي امنيتي شرکتونه له يوه سره تړل کيږي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وايي له لغوه شويو شرکتونو او ډلو نه په سلگونه ميله درنې او سپکې وسلې ترلاسه شوې دي.

Image caption د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په منحل شوو خصوصي امنيتي شرکتونو کې د اوسني اکس اي (پخوانی بلک واټر) او وایټ ایګل سیکوريټي سروېسیز خصوصي امنيتي شرکتونه هم راځي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په منحل شوو خصوصي امنيتي شرکتونو کې د اوسني اکس اي (پخوانی بلک واټر) او وایټ ایګل سیکوريټي سروېسیز خصوصي امنيتي شرکتونه هم راځي.

دغه دواړه بهرني شرکتونه د ځينو افغان چارواکو او نا دولتي موسسو د ساتنې دنده درلوده.

دمګړۍ په افغانستان کې 52 امنيتي شرکتونه فعال دي چې 25 يې کورني او 27 نور يې بهرني دي، چې شاوخوا ۲۶ کسان یې په دندو ګمارلي ول.

ويل کېږي يو شمېر دغه شرکتونه د افغان حکومت د ځينو لوړ پوړو چارواکو د خپلوانو دي.

دغه راز يو شمېر دغه شرکتونه تورن دي چې په وژنو او وسلوالو شوکو کې لاس لري او طالبانو ته ددې لپاره پيسې ورکوي چې خپل کاروانونو ترې بېغمه تېر کړي، خو شرکتونه دغه تور نه مني .

ورته مطالب