رهین: 'امروز' او 'ساقي' به د خپرونو حق ولري

امروز تلويزون
Image caption امروز تلويزون شاوخوا دوه مياشتې مخکې د هغو خپرونو له کبله د ولسمشر حامد کرزي په حکم وتړل شو چې له ځينو نورو خصوصي تلويزونو نو سره يې د سيالۍ په ترڅ کې کړې وې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير چې ددغه هيواد د رسنيزو سرغړونو د مخنيوي د کميسون مشر هم دى وايي چې د امروز تلويزون څښتن نجيب الله کابلي ياد شوي کميسیون ته بښنليک سپارلى و او په هغه کې يې ژمنه کړې وه چې هغه څه به بيا نه را دبره کوي چې له کبله يې د نوموړي امروز نومى خصوصي تلويزون تړل شوى و.

د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين ويلي دي چې ددغو دواړو تلويزونونو چارواکو د خپلو هغو کړنو له کبله بښنه وغوښته چې له کبله يې ياد شوي تلويزونونه تړل شوي وو.

د اطلاعاتو کلتور وزير سيد مخدوم رهين وويل چې د رسنيزو سرغړونو کميسون دغه بښنليک د وزيرانو شورا ته وليږه او هغوى ومنه،ښاغلي رهين وويل ښاغلي کابلي ژمنه کړې ده چې خپلې تيروتنې به بيا نه له سره کوي:

((ښاغلي نجيب کابلي په بشپړې ميړانې سره کميسیون ته راغى او ويي ويل چې موږ بد نيت نه درلو موږ د مذهبي توپيرونو پاللو نيت هم نه درلود او د هغې اشتباه بښنه يې وغوښته چې شوې وه او ژمنه يې وکړه چې دا چاره به بيا نه تکراريږي له همدې کبله کميسون دا خبره ومنله او کابينې ته يې وړانديز وکړ چې نور د امروز د تلويزون د تړلو دليل نشته همدغه څه له ساقي تلويزون سره هم وشول . ))

امروز تلويزون شاوخوا دوه مياشتې مخکې د هغو خپرونو له کبله د ولسمشر حامد کرزي په حکم وتړل شو چې له ځينو نورو خصوصي تلويزونو نو سره يې د سيالۍ په ترڅ کې کړې وې.

دغه تلويزونونه چې له امروز تلويزون سره يې اختلاف درلود د ځينو داسې سياسي او مذهبي څيرو سره تړاو لري،چې ځينې يې ولسمشر ته نژدې بلل شوي دي.

Image caption دا مهال په افغانستان کې د تلويزونونو شاوخوا 20 شبکې فعالې دي چې ځينې يې په ژبنيو او مذهبي توپيرونو پاللو تورنې دي.

د امروز تلويزون چارواکو هغه مهال نيوکه کوله چې گواکې ولسمشر ددغو شخصيتونو او ايران تر فشار لاندې د نوموړي د تلويزون د تړلو پريکړه کړې ده، د امروز تلويزون څښتن په کابل کې ځينې ايران ضد لاريونونه سنبال کړي وو.

د خبريالانو ځينو ټولنو هم د امروز تلويزون تړل غندلي وو او ويلي يې وو چې د تلويزون د تړلو چاره بايد د رسنيزو سرغړونو د کميسیون له لارې تر سره شوې واى .

دا مهال په افغانستان کې د تلويزونونو شاوخوا 20 شبکې فعالې دي چې ځينې يې په ژبنيو او مذهبي توپيرونو پاللو تورنې دي.

ښاغلي رهين وويل که د بينوا ويبپاڼې چلونکي خپلې کړنې سمې کړي هغوى ته به هم په افغانستان کې د بيا فعاليت اجازه ورکړل شي، پر دغه پاڼه وروسته تر هغې بنديز ولگيد چې د ولسمشر د لومړي مرستيال د مرگ ناسمه اوازه يې خپره کړه.

ورته مطالب