له حکومتي ویندویانو د خبریالانو ناخوښي

خبریال
Image caption دغو ستونزو ته په کتو ډېر کله مهم رپوټونه له خپرېدو پاتې کيږي ، ځکه چې خبريال په ځينو حالاتو کې نه شي کولی خپل راپور پرته له حکومتي غبرګونه خپور کړي.

په افغانستان کې يوه شوې تازه سروې ښيي چې په هېواد کې ډيری خبريالان د يو شمېر حکومتي ويندويانو او د اطلاعاتو د عامه اړيکو د دفترونو له چلنده خوښ نه دي.

دغه سروې چې د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمېسيون له لوري شوي د کورنيو او بهرنيو رسنيو لسګونه خبريالان په کې پوښتل شوي.

دغه اداره وايي د سروې پاېلې ښيي چې خبريالانو ته په وخت مالومات نه ورکول کيږي ، مالومات ورکوونکي بشپړ او نوي مالومات نه لري.

بنسټ دغه راز وايي سروې ښيي چې د حکومت د معلوماتو ورکولو دفترونه د پرسونل له نشته والي او تنخواو له کموالي شکايت کوي.

سره له دې چې په قانون کې معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي د تر سره کړې سروې پاېلې يې جوتوي چې خبريالان د حکومتي ويندويانو او د اطلاعاتو د دفترونو له چلنده خوښ نه دي.

د کمېسيون له لوري په شوې دغې سروې کې په افغانستان کې د نړۍ د معتبرو بهرنيو او کورنيو رسنيو ۵۷ خبريالان پوښتل شوي دي.

د کمېسيون د عامه اړيکو مشر عزيز اريافر وايي د سروې پاېلې ښيي چې يو شمېر حکومتي ويندويان خبريالانو ته په وخت ، کره او تازه مالومات نه ورکوي:

خبریالان ناراضه دي

''په شوې ارزونه کې ښودل کيږي چې تقريباً يوه کمه فيصدي خبريالان د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې د وزارتونو د اطلاعاتي دفترونو له چلنده خوښ دي او ډېری يې خفه دي. لامل يې دادی چې ويندويان اساسآ رسنيو ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي، په ټوله کې خبريالان د حکومتي ويندويانو له لوري د تازه ، کره او پر وخت مالوماتو د نه ورکولو له امله ناراضه دي.''

د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي په سروې کې يې دغه راز حکومتي ويندويان او حکومتي مطبوعاتي دفترونه هم پوښتلي دي.

Image caption په سروې کې مطبوعاتي دفترونو اعتراف کړی چې د يو شمېرکارکوونکو مسلکي وړتيا کمه ده او بله دا چې چارواکي هم د اطلاعاتو برخې ته ډېر پام نه کوي.

کمېسيون وايي له دوی نه تر لاسه شوي مالومات ښيي چې ډېری حکومتي ادارې په مطبوعاتي دفترونو کې د کافي پرسونل د نشتوالي او د مناسبې مياشتنۍ تنخوا نه لرلو له کبله شکايت کوي.

په سروې کې مطبوعاتي دفترونو اعتراف کړی چې د يو شمېرکارکوونکو مسلکي وړتيا کمه ده او بله دا چې چارواکي هم د اطلاعاتو برخې ته ډېر پام نه کوي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي په پلان کې لري چې په دې اړه له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړي چې په وينا يې د ستونزې بيخ پېدا کړي.

دغو ستونزو ته په کتو ډېر کله مهم رپوټونه له خپرېدو پاتې کيږي ، ځکه چې خبريال په ځينو حالاتو کې نه شي کولی خپل راپور پرته له حکومتي غبرګونه خپور کړي.

ورته مطالب